The news is by your side.

ښه خبر؛ د مودرنا شرکت واکسين ۹۴,۵ سلنه‌ اغېزناک ثابت شو

 د مودرنا شرکت واکسين ۹۴,۵ سلنه‌ اغېزناک ثابت شو

خبريال وېبپاڼه/ په داسې حال کې چې نړۍ د نوي کورونا ويروس سره لاس او ګریوان ده‌ د ساينس له ډګره بيا ښه خبرونه راروان دي، تر دې مهاله دوه داسې ښه خبرونه خپاره شوي چې علمي ټولنې جدي نيولي دي.

اوس تازه امريکا کې د مودرنا شرکت د خپل واکسين اعلان کړی دی چې په انسانانو تر موجود بل هر واکسين اغېزناک دی، د مودرنا او د امريکا د حکومت د بنسټ ترمنځ په ګډه جوړ شوی دا واکسين په انسانانو ۹۴,۵ سلنه اغېزناک ثابت شوی دی، په ساده ژبه دا نوی واکسين تقريباً ۹۵ سلنه انسان د نوي کورونا ويروس څخه ژغوري.

په امريکا کې ددې واکسين ښه خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې ددې هېواد روغتيايي بنسټونه نور د ناروغانو د ځای په ځای کولو او پاللو له وړتيا څخه په لوېدو دي، په امريکا کې په ورځې کې نور د نويو ناروغانو ارقام سلو زرو ته رسېږي.

دا واکسين څه غوره والی لري؟
د مودرنا د شرکت تر اعلان وړاندې يوه جرمني او امریکايي شرکت هم په ګډه د ۹۰ سلنه اغېز لرونکي واکسين خبر ورکړی و، خو دا نوی واکسين نه يوازې چې په تاثير او اغېز کې تر پخواني قوي دی بلکې نورې داسې ځانګړنې هم لري چې د کورونا ويروس سره روانه مبارزه لا اسانه کولی شي.

دا واکسين د مقاومت لوړ خواص لري او ژر نه خرابېږي، يانې ژر يې مواد خپل خواص له لاسه نه ورکوي او نور تعاملونه نه رامنځته کوي، د مودرنا د شرکت په وينا چې دا واکسين تر ۳۰ ورځو په يخچالي ډیپوګانو او زېرمو کې ساتل کېدی شي، ددې ترڅنګ دا واکسین د کوټې يا اطاق په تودوخه کې هم تر ۱۲ ساعتونو نه خرابېږي.

سکای نيوز بيا د مودرنا شرکت په حواله ليکلي دي چې دا واکسين په قوي یخچالونو کې چې منفي شل درجې سوړ والی ولري ان تر ۶ مياشتو پورې ساتل کېدی شي.

تېره اونۍ بيوتیک او فيزر کمپنۍ هم خپل واکسين په ګډه‌ اعلان کړ، ددې واکسين په هکله ځينې اندېښنې موجودې وې، ځکه بايد ډېر په ټيټه درجه کې ساتل شوی وی که نه د خرابېدو ستونزه پکې رامنځته کېده، دې کار بيا د واکسين د ساتلو او وېشلو په وړاندې ستونزې راپيدا کولې.

خو د دواړو شرکتونو واکسينونه داسې ټېکنالوژي کاروي چې د کورونا ويروس سره د مبارزې چاره ګړندۍ کوي، دا واکسينونه د‌ انسان حجرو ته دا امر او تعلیمات ورکوي چې په اوتومات ډول د کورونا ويروس انتيجن جوړ‌ کړي، دا انتيجن بيا په بدن کې ددې سبب کېږي چې انتي کور يا انتي باډي جوړ شي، انتي باډي بيا د ويروس سره په مبارزه کې لومړی رول لري او ویروس له منځه وړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.