هغه کسان چې لاس او پښې یې تل ګرم وي د جدي روغتيايي ستونزې ښکار کېدی شي

خبریال وېبپاڼه/ زموږ بدن په ډېر حساس ډول خلق شوی دی، د هر غيرې نورمال حالت په رامنځته کېدو موږ ته یوه اشاره راکوي چې څه سم نه دي روان، د ډېر وخت لپاره په پرلپسې ډول د لاسونو او پښو ګرم والی هم د جدي روغتيايي ستونزو یو خبر کېدی شي چې زموږ بدن یې موږ ته راکوي.

پدې ټول پوهېږو چې په بدن کې ډېر کله د ستونزې په وخت کې بدن غبرګون ښيي او ددې غبرګون په جريان کې په بدن کې دننه تودوخه توليد کېږي چې دا بيا موږ د تبې په ډول حس کو، خو د لاسونو او پښو هر وخت ګرمېدل ددې تبې سره توپير لري او د روغتيايي ستونزې د دوام په مانا ده.

د لاسونو او پښو پرلپسې ګرم والی ولې رامنځته کېږي؟
مخکې مو دا وويل چې ډېر وخت د يوې روغتيايي ستونزې په وخت کې بدن غبرګون ښيي او تودوخه رامنځته کېږي، خو دا تودوخه يوه ورځ دوې ورځې وي، وروسته ختمېږي، په پرلپسې ډول د لاسونو او پښو ګرمېدل ددې نښه ده چې روغتيا ستونزه نه ده حل شوې او اوس هم دوام کوي.

د لاسونو او پښو د پر لپسې ګرمېدو يو ترټولو عام سبب د وينې لخته کېدل او ټينګېدل دي، کله چې وينه په بدن کې ټينګه شي جريان يې سختېږي او د بدن حرارت ورسره لوړېږي، په دې هکله ګڼې څېړنې ښيي چې د وينې ټينګېدل د لاسونو او پښو د مکرر ګرمېدو سبب کېږي.

ځينې ناروغۍ هم شته دي چې د لاسونو او پښو د ګرمېدو سبب شي، ترټولو عامه ناروغي چې د لاسونو او پښو د ګرم والي په هکله مطرح کېږي د شکر ناروغي ده، کله چې په بدن کې د انسولين مقاومت جوړ شي نور نو حجرې ته د شکر دننه کېدل ګران شي، په وينه کې د شکر سويه لوړه شي او انسان د شکر په ناروغۍ اخته شي، هغه کسان چې زيات خواږه خوري زيات وزن لري په بدن کې یې د انسولین مقاومت تر نورو ژر پيدا کېږي.

د تداوۍ لارې چارې
لومړی بايد ددې ستونزې سبب پيدا شي، چې سبب یې کومه ناروغي ده، د ژوند کوم غلط طرز دی او که بل څه، د سبب له پيدا کېدو وروسته د تداوۍ پروسه ټاکل کېږي او تداوي پيل کېږي.

د مثال په ډول که سبب یې دا وي چې ستاسې وينه ټينګه وي نو لومړی به دا ستونزه حل کېږي، ددې ستونزې سبب به موندل کېږي او دا ډول به تداوي کېږي، د وينې د ټینګېدو يو سبب بې حرکته پاتې کېدل دي، که تاسې په پرلپسې ډول په يوه ځای ناست ياست، چېرته پياده نه ځئ کوم فزيکي کار هم نکوی نو په لوی احتمال مو وینه ټینګېږي، اوس به لومړی ستاسې وينه نرۍ کېږي، يانې داسې درمل به درکول کېږي چې وينه مو نرۍ کړي او وروسته له دې به تاسې د خپل ژوند طرز بدلوی او حرکت به کوی.

که داسې شوي وي چې ستاسې وينه په عادي درملو نه نرۍ کېده او ستاسې رګونو ته يې ستونزه اړولې وه ستاسې رګونه يې بند کېدو ته نېږدې کړي و بيا به نو د عمليات له لارې ستاسې رګ خلاصېږي، کله چې ستونزه تر دې ځايه ورسېږي نو بيا یې زيان ډېر وي، مثال که داسې وي چې وينه مو دومره ټينګه پاتې شوې وي چې رګونو ته مو يې زيان اړولی وي نو پدې مانا چې ستاسې فشار به هم نورمال نه وي، فشار به مو لوړ وي، ددې ترڅنګ به مو د زړه ضربان هم يو څه غیرې نورمال وي.

دوهم احتمال
که داسې وه چې د شکر ناروغي مو درلوده بيا مو بايد پخپل ژوند کې ځینې جدي بدلونونه راولئ، د خوږو او کاربن هايدريت لرونکو خوړو سره بايد خدای پاماني وکړئ، د انسولین غښتلې تقويه بايد واخلئ، په حقيقت کې به دا ستاسې د شکر د کچې سره تړوا ولري چې ډاکټر درته کوم عادي‌ درمل درکوي که د انسولین پیچکاری او يا بل څه.

څه بايد‌ وکړئ
که غواړی له دې ستونزې سره مخامخ نشئ نو بايد ځينو ټکو ته ځانګړی پام وکړئ، د ژوند په طرز کې بايد ځينې بدلونونه راولی، مثال که داسې کار لری چې ټوله ورځ ورته په یوه چوکۍ ناست يی نو بايد د خپل کار په جريان کې منظمې وقفې واخلئ، هر ۴۵ دقيقې وروسته يو ځل د خپل ځای څخه پاڅئ او څو دقيقې قدم ووهی، دا به نه يوازې چې ستاسې د وينې د ټينګېدو مخه ونيسي د ملا د تير روغتيا به مو‌ هم تضمین کړي.

په لنډو فاصلو کې موټر مه کاروئ، که کوم ځای ته تللی او ځای لنډ و د موټر له کارولو څخه ډډه وکړئ او په پښو ولاړ شئ، که مو کور په بلاک کې وي او يا هم دفتر مو ليفټ لري نو د ليفټ څخه ګټه مه اخلئ په پښو په زينو کې وخېژئ.

خپلو خوړو ته مو پام وکړئ، هغه خواړه چې په ډېرو غوړو کې پاخه شوي وي ورڅخه ځان لرې وساتئ، د بورې خوړل بند کړئ، که يې نشئ بندولی نو راکم یې کړی، هغه خواړه چې زيات غوړ او نشايسته لري د‌ هغوی يو بديل شی پيدا کړئ، مثال د مالګې په ځای په خوړو کې نور مرچ او مساله زيات کړئ، د سبزۍ څخه زیاته ګټه واخلئ، د يو شي تشه په بل شي ډکه کړئ، دا به په لومړيو وختونو کې يو څه ګران وي خو وروسته وروسته ورسره عادت کېږئ او بيا د بورې مالګې او دې شیانو درباندې پخوانی اغېز نه پاتې کېږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro