The news is by your side.

ولسمشر غني د مالیې وزرات ۵۹ کارکوونکي له دندو ګوښه کړل

خبريال وېبپاڼه/ د ارګ څخه معتبرو سرچینو چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي خبريال ډاټ کام ته وويل چې ولسمشر اشرف غني د مالیې وزرات ۵۹ کار کوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

د مالیې وزرات د افغانستان ترټولو کليدي وزرات دی چې ددولت عوايد راټولوي، دا وزرات په اوس وخت کې د حساسو مسايلو زچه دی، نن ددې وزرات سرپرست وزير هم ولسي جرګې ته تللی و او هلته یې د وکيلانو څخه د باور د رایې د ترلاسه کولو لپاره خپل پروګرامونه تشریح کړل.

د مالیې وزرات د وضعیت په هکله ډېر لرې تګ ته اړتيا نشته، څو ورځې وړاندې ددې وزرات د عايدو په هکله په یوه راپور کې راغلي و چې ۴۱ سلنه یې حيف وميل کېږي، د مالیې وزرات د عوایدو اتکا تر ډېره په بندرونو ده، خو دا بندرونه چې افغانستان ته ورباندې روزانه ډول ډول توکي راوارېدېږي او یا هم صادرېږي د افغانستان د فساد زړه دی، دغلته ددې په ځای چې راټولې شوې پيسې د افغانستان خزانې يانې مرکزي بانک ته ولاړې شي د ګمرکونو د چارواکو جيبونو ته ځي.


د ګمرکونو مسولين څوک دي؟

په دې ګمرکونو کې ډیری مقرر شوي کسان داسې کسان دي چې سفارش یې يا کوم وکيل کړی دی، يا کوم بل د زر او زور څښتن، په دوی کې خالص او پاک نفسه کسان پيدا کول واقعاً ستونزمن کار دی او نه دوی پخپل منځ کې پاک نفسه څوک پرېږدي، په هېواد کې ددې ډول ناوړه مقرریو له لاسه نه يوازې چې سرچينې او مالي امکانات له لاسه وزي بلکې ددې هېواد هغه وګړي چې استعداد لري، ددې اهل دي چې په داسې ځايونو کې کار وکړي بېکاره پاتې کېږي او ددې هېواد د راتلونکې څخه ورځ تر بلې نا هيلي کېږي.

ډېری هغه کسان چې لرې شوي دي په ماليې وزرات يو بوج بلل کېدل او زيان يې تر ګټې ډېر و، د مالیې وزارت په پوستونو کې ډېری د زورواکو او وکیلانو کسان هڅه کوي ځان ځای په ځای کړي ترڅو‌ د يوې خوا لوړو معاشونو ته لاسرسی ولري او د بلې خوا د پراخ فساد په پايله کې خپل جيبونه ډک کري، د مالیې د وزرات موجود فساد‌ هم د همدا ډول کسانو له لاسه دی، په دې وزرات کې یو مامور چې معمولي بست کې به کار کوي د بل وزرات تر یوه اعلی بست کار کوونکي به زيات عايد او ارګاه بارګاه لري.

د ماليې وزرات څخه په‌ دې تعداد کسان په داسې حال کې د دندو څخه شړل کېږي چې همدا اوس د افغانستان د ماليې سرپرست وزير عبدالهادي ارغنديوال د ولسي جرګې د وکيلانو د تاييد د چړې لاندې تېرېږي، نن چې ارغنديوال په ولسی جرګه کې خپلې برنامې تشريح کولې نو تمرکز کې یې په همدې فساد و، ده پخپلو خبرو کې وويل چې که وکيلان ورته رايه ورکړي نو د مالیې په وزارت کې به د فساد‌ پر ضد مبارزې ته قوت ورکړي او د افغانستان کلني عايد به تر ۴۰۰ ميليارده افغانيو پورې ورسوي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.