The news is by your side.

کابل ته د خان سفر طالبانو ته بد زېری!

خبریال وېبپاڼهد افغانستان پلازمېني کابل ته د طالبانو دوست خو دافغانستان د دښمن هیواد پاکستان د لمړي وزیر عمران خان سفر له ځان سره بیلابیل پیغامونه لرل.

عمران خان وايي چې د سوليپه بهیر کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړی،او دا خبره له ښاغلي‌ خان سره غني‌او د افغانستان حکومت هم بدرګه کړې ده.

پوښتنه داده چې د مرستي ډاډ څه معنا؟‌

ایا پاکستان به هڅه وکړي چې طالبان اوربند ته اماده کړي او د سوليبهیر به ګړندی کړي؟که ښايي پآکستان دا هڅه وکړي چې د ښاغلي‌ غني واک وغځوياودسولي‌پهبهیرکېلانورخنډونهراپیداکړي؟

دا پوښتنې لا هم وخت ته اړتیا لري چې ځواب شي، خو د تېر تاریخ په رڼا کې پاکستان کله هم په اخلاص د افغانستان په سوله کې قدم نه دی ایښی؛ نو دا ځل هم تمه ترې کېدل د وخت ضایعه کېدل دي.‌

په دواړو حالتونو کې که طالبان اوربند ته اماده کول کېږي او د سولي‌ لورته را وستل کېږي یا په بله معنا د اشرف غني‌د واک د غځولو هڅه کیږي طالبانو کې به ځیني کسان قرباني ورکوي.

د پاکستان استخبارات ښايي د راروانۍ اونۍ نه په پاکستان کې د طالبانو د ځینو قوماندانانو او يو او دوه لوړرتبه مامورینو په نیولو لاس پوري کړي.

هم دا راز به ځیني طالب قوماندانان چې په افغانستان کې په جګړه بوخت دي‌ښايي د افغان امنیتي ځواکونو د بریدونو ښکار شي، او د دوی استخباراتي معلومات به د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري‌افغان حکومت ته ورکول کېږي.‌

تېر تاریخ ته په کتلو سره ویلای شو چې په پاکستان کې دننه نیولي کېدونکي‌طالب قوماندانان او ځیني مشران او هم دا راز په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په نښه کېدونکي‌ طالب قوماندانان به هغه کسان وي چې په لویه کې پاکستان مخالفت ورسره لري.

پآکستان پخوا تر دې هم د منافقت ډېرزیات سیاستونه کړي دي؛ دا ځل به هم کابل ته د عمران خان د راتګ قرباني یوازي‌ هغه طالب قوماندانان ورکوي چې په یوه نه یوه اړخ کې ملي‌روحیه ورسره موجوده وي؛ په دې سره به له یوې خوا پآکستان افغان حکومت ته د ژمنو د عملي کېدو ډاډ څرګند کړي‌او له بله لوري به په طالبانو کې دننه خپل رقیبان یا په بله معنا په طالبانو کې دننه د پاکستان پلویو طالبانو مخالیفین له منځه یوسي.

افغان استخبارات او افغان حکومت به د پاکستان دې کار ته د ښه نیت په سترګه ګورياو ښايي‌ محمد اشرف غني په افغانستان کې ځیني لوړپوړي مامورین او د پاکستان د شوم نیت عال چارواکي له دندو لیري کړي.

په ټوله کې ویلای شو چې را روانه یوه یاشت کې به په افغانستان کې تاوتریخوال کمېږي او پاکستان به افغان حکومت ته دا ثابته ول غواړي‌ چې ګواکې خپله هڅه یې وکړه،خو ددې یوې یوې نیمې میاشتې په اوږدو کې به پاکستان خپل لاسپوڅي طالبان بیا مصلح کړي او خپل مخالف طالبان به په هنر وځپي.

لیکوال/ طالبجان

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.