The news is by your side.

د عمران خان او اشرف غني توافقنامه کې د سختو پرېکړو خطرناکه ماده

خبریال وېبپاڼه/ تېره ورځ د پاکستان صدراعظم عمران خان کابل ته سفر درلود، له کله چې هغه د پاکستان صدراعظم شوی دا یې افغانستان ته لومړی سفر و، په افغانستان کې حالات حساس دي، امريکا د وتلو په حال کې ده، طالبان د واک په هڅه کې دي، په دې وخت کې افغانستان ته د خان سفر ښه تاريخي موقع وه چې په نړيواله سطحه يو پارونکی ښه راغلاست ورته وویل شي.

خو ولسمشر غني داسې ونه کړل، هغه داسې يو ښه راغلاست ورته وويل لکه د یو ورور هېواد ولسمشر چې راځي، حتی رسمي رخصتي ېې ورته اعلان کړه.

نه يوازې چې ولسمشر غني عمران خان ته یو بې اړتيا ترتيبات ونيول بلکې داسې توافقنامه یې ورسره لاسليک کړې چې ځينې مادې یې مجهوله دی او هر ډول برادشت ورڅخه ممکن‌ دی.

د ګډ ليد لوري توافقنامه
ولسمشر غني د پاکستان د صدراعظم عمران خان سره د ګډ ليد لوري په نامه یوه توافقنامه لاسليک کړه، دا د ګډ ليد لوري او ګډې همکارۍ توافقنامه په خپله دوهمه برخه کې داسې ماده لري چې مفهوم یې واضح نه دی او هر ډول فکر پکې کېدی شي.

د ګډ ليد لوري د توافقنامې په دوهمه برخه کې راغلي دي چې دواړه لوري په سند کې ددرج شويو مسايلو په هکله بايد جرتمندانه او سخت تصميمونه ونيسي.

سخت او زړور تصميمونه
د فکر ځای دی، د حکومت مشران به څه ډول سخت تصميمونه نيسي، تراوسه د پاکستان په وړاندې اسانه تصميمونه نيول شوي؟ ددې مادې په هکله د انسان فکر ته هر ډول مسله راځي، مثال پاکستان به د افغانستان د حکومت څخه د کوم ډول سخت تصميم غوښتنه کوي؟ دا تصميم به د څه په سر وي؟ د ډېورنډ په سر؟ د ځينو ملت پالو اشخاصو د ګوښه کولو په سر؟

دا ټولې هغه پوښتنې چې ددې مادې سره د انسان فکر ته ورځي، چې بلاخره دا سخت تصميمونه به څه وي.

د پاکستان سره که کومه توافقنامه لاسليک کېږي په هغه کې بايد ددې هېواد څخه د ترهګرو د ملاتړ څخه د لاس اخیستلو اقرار موجود وي، په هغه کې باید د پښتنو حقوق موجود وي، خان ته باید هغه ثبتونه اوس په ښکاره وړاندې شوي وی چې ثابتوي پاکستان په افغانستان کې د هر ډول وحشت ملاتړ کوي، اوس باید خان ددې په کتو داسې یو توافقنامه لاسليک کړې وی چې‌ په هغه کې ددوی ملا ماته وی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.