The news is by your side.

ننګرهار؛ د داعش له ماتې وروسته خلک خپلو سیمو ته ځي او له امنیتي ځواکونو مننه کوي

خبریال وېبپاڼه/ د ننګرهار د کوټ، هسکې مېنې او اچین ولسوالیو اوسېدونکي چې تر دې پخوا د داعش وسله والو د ظلمونو له کبله له خپلو مېنو په ګډه شوي وو، اوسمهال د امنیتي ځواکونو تر ولکې وروسته جوپې، جوپې خپلو سیمو ته کډه کېږي او د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه او درناوی کوي.

دوی وايي، د افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو لخوا داعش ډلې ته تر ماتې ورکولو وروسته دوی خپل عادي ژوند ته ګرځېدلي دي.

د داعش خراسان څانګې د ۱۳۹۳ په نیمایي کې د ننګرهار په اچین، هسکه مېنه او نازیان ولسوالیو کې سر راپورته کړ، چې څو میاشتې وروسته د سیمي خلکو له مقاومت سره مخ او پر ضد یې ولسي پاڅون رامنځته شوه.

د کوټ ولسوالۍ د بر کوټ یوه اوسېدونکي نظرمحمد چې د داعش د خراسان څانګې پر ضد د ولسي پاڅون یو غړی وو، ویلي، وروسته له هغه د داعش پر ضد د پاڅون پرېکړه وکړ، کله چې دې ډلې د کوټ ولسوالۍ ته راغی او د ولسوالۍ په غټ پله باندې یې ملکي خلک شهیدان کړل.

هغه زیاته کړې، موږ خپلې وسلې راواخیستلې او د داعش پر ضد جنګ مو پیل کړ او وتوانېدو، چې په دوه نیمو کالونو کې داعش ویجاړ کړ او له کوټ ولسوالۍ څخه وباسو.

هغه داعش ته د ماتې ورکول دلیل د ولس ترمنځ یووالی بولي او خوښيي ښيي چې اوس عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

د ملک کمین په نامه یوه قومي مشر چې د کورنۍ غړي او خپلوان یې داعش شهیدان کړي، ویلي، کله چې داعش واک ترلاسه کړ، یو مصیبت یې رامنځته کړ.

هغه زیاته کړې:(( زموږ ټول خلک مجبور شول چې خپل کورونه پرېږدي او نورو ځایونو ته لاړ شي او په کرایي ځایونو کې واوسیږي. موږ ډېرې سختۍ وګاللې، او داسې شپې راغلې چې موږ په نهاره وېده کېدلو. اوس چې د خدای په فضل داعش مات شوی دی، موږ وتوانېدلو چې خپلو سیمو ته راستانه شو او خپل عادي ژوند بیا پيل کړو.))

په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د سیمې یوه اوسېدونکي فضل محمد شینواري اوس تازه خپل کور، چې د داعش د خراسان څانګې د واکمنۍ پر وخت د ماینونو په چاودنو کې ویجاړ شوی وو، بیارغولی دی.

د هغه په خبره، ځینې کورونه اوس هم ویجاړ پراته دي، خو خلک په کې ژوند کوي ځکه هغوی په دې اند دي چې له کرایي کورونو څخه بهتر دي او په وینا یې، اوس د داعش هېڅ وېره نشته او ملکي خلک کولی شي چې عادي ژوند وکړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وايي، له داعش سره د جنګ په ترڅ کې په اچین او کوټ ولسوالیو کې د ویجاړو شویو کورونو د بیارغونې پروسه روانه ده، او په لسګونو هغه کورونه چې داعش ویجاړ کړي وو د حکومت په مرسته بیارغول شوي دي.‌

داعش تښتي

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال غلام سنایي ستانکزي وايي، اوس له داعش ننګرهار ته هېڅ ګواښ نشته او د دې ډلې غړي په تېښته دي. د داعش د غړو د نیولو کمپاین روان دی.‌

ستانکزي زیاته کړې، دوه نیم کاله مخکې هیچا هم فکر نه کاوه چې داعش ته به کله ماتې ورکړل شي، خو په خبره یې، اوس د داعش لخوا نیول شوې سیمې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او ترڅنګ یې د داعش ډلې د غړیو د نیول کمپاین هم روان دی.

امنیه قوماندان وايي، د داعش خراسان څانګې هڅې وکړې چې په توره بوره کې چې غارونه په کې دي، پاتې شي، او هلته ځانونه خوندي کړي، خو امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو پر هغوی فشار واچاوه چې سیمې پرېږدي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.