The news is by your side.

د کابل ښار په بېلابېلو برخو راکټي بریدونه شوي دي

خبريال وېبپاڼه/ د کابل ښار په مهمو برخو راکټي بریدونه شوي دي، ددې بريدونو په هکله زيات معلومات نشته، عيني شاهدان وايي چې بریدونو مالي زيانونه اړولي دي خو د ځاني تلفاتو په تړاو یې تراوسه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

راکټونه په خيرخانه او شهرنو سیمو شوي دي، په دې بريدونو کې ځینې عام ځایونه، ځینې سوداګريزې کوچنۍ هټۍ لګېدلې دي.

د راپورونو په بنسټ چې کم تر کمه لس لر ويشتونکي راکټونه د ولسمشرۍ د ودانۍ په انګړ کې لګېدلي دي او یو راکټ هم بيا د صدارت په ودانۍ او يو هم د محلي ارګانونو په ودانۍ لګېدلی دی.

د پېښې په هکله تراوسه کوم دولتي چارواکي څه نه دي ويلي، نه هم ددې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې ددې بريدونو پړه منلې ده.

ددې ترڅنګ ځينې نورې ویډيو ګانې هم په رسنیو کې لاس په لاس کې کېږي چې د کابل په نورو برخو هم دا ډول بریدونه شوي دي.

په کابل ښار دا ډول بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د بين افغاني خبرو د طرزالعمل په هکله هم توافق شوی دی او سولې ته یو ځل بیا هیلې زیاتې شوې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.