The news is by your side.

د اتم خان مرګ او زما ټپونه

خبریال ویب پاڼه:اتم خان باندې یې وایي ځکه اتم خان نوم ایښی و چې د مور اتم زوی و. دی لوړ، سپین، له ګوګله سورور کلمانی ځوان و. اوږدې سرې څڼې، او شنې سترګې یې وې، او غټ برېتونه یې پریښي ول چې څوکو کې یې څو ځله تاو کړي ول. اتم خان ۳۰ کاله دمخه لغمان کې د افسانوي ځانګړتیاوو خاوند سړی و. د هر چا په ژبو و. ځینو به یې د چور، ډاکې او وژنو کیسې کولې، او نورو به یې مېړانه، زړه ورتوب او “نارینتوب” یاداوه. هم حکومتي سیمو کې سرې سترګې ګرځېده، او هم د مجاهدینو سیمو کې ورته چا چپ نشول کتلی. خلکو ویل خاد نه یې هم پیسې اخیستې، او مجاهدینو سره یې هم یارانې وې. د ښمنان یې هم پرېمانه ول.

خو بیا اسلامي انقلاب وشو. مجاهدینو مهترلام او نور افغانستان هم ونیو. د اتم خان سیالان ډېر شول، او د ګټې وټې سرچینې یې وچې شوې. د ښمنان پرې ټول ببر شول، او ځینې یې خو لغمان کې د واک ترګدۍ ورسېدل. بله ورځ یې اتم خان ونیو او له محکمې پرته یې ورته د اعدام حکم ور واوراوه، او یو ماسپښین یې د مهترلام کوڅو کې اعلان وکړ چې نن اتم خان د عام ولس مخ کې د سینما غونډۍ په سر اعدامېږي. ټول دې سیل ته راشي.

ما، لکه د لغمان د هر بل ماشوم غوندې هېڅ بوختیا نه درلودله، ښونځی نه و، او د ګردجنو کوڅو لوبو خوند بایللی و. د اتم خان د مرګ ننداره د کال ترټولو غټه تفریح واېسېده، او پرته له دې چې کور کې چانه پوښتنه وکوم، له لسګونو نورو همزولو ماشومانو سره یوځای د سینما غونډۍ ته مو ځان د نندارې اول کتار ته ورساوه.

اتم خان او ورونه یې راوستل. په څو شېبو کې ډزې شوې، اتم خان او ورونه یې یو په بل پسې وویشتل او ترپه ترپه پرېوتل. اتم خان یې وروستی وویشت، نېغ په سینه پرېووت، او دواړه سترګې یې برګې ما پلو وختې. داسې مې احساس وکړ لکه په زرګونو خلکو کې چې یوازې ماته ګوري. ما له شور ماشور نه ډک میدان کې یوازې خپل د زړه درزا اورېدله. وېرې درد وکاوه. د تېښتې په تکل مې شاته وکتل دخلکو یو لښکر راپسې ولاړ و. تېښته ناشوونې وه. هغه څه چې پېښ شول زما د ماشومې توقع اپوټه، تفریح نه وه، ترهه وه.د یو ماشوم په مخکې قتل وشو، هغه څه چې یو ماشوم سره باید هېڅکله پېښ نشي. له دې پېښې نه وروسته تر ډېرو شپو ناروغه شوم او تر ډېرو کلونو وخت ناوخته د دې وېرونکې پېښې انځورونو، په تېره بیا د مړ اتم خان د ټاغو سترګو عکس، د وېرونکي خوب په بڼه له خوبه پاڅولم. مړ اتم خان شو، خو ځینې روانې ټپونه یې ماته، او ډاډه یم نورو لسګونو ماشومو نندارچیانو ته هم پورې شول چې کېدای شي زمونږ په رواني روغتیا او شخصیت باندې یې تلپاتې خاپونه پرېښي وي.

خو دا پېښه یو افغان ماشوم ته د ورپېښ رواني ټپ تر ټولو دردونکې پېښه نه ده. افغان ماشومانو تر دې ډېر درانه ټپونه خوړلي دي چې د ژوند تر پایه ورسره کړاو کوي. مونږ چې وایو ډېری افغانان په رواني ربړو اخته دي، هغه پر دې بنسټ ده چې ډېری افغانان په کوچنیوالي کې داسې پېښې لیدلي چې هېڅ ماشوم یې باید هېڅکله ونه ګوري.

… او بیا د اتم خان مور راغلې وه، د خپلو زامنو مړي یې د یو بل سړي په مرسته کرایه شوي ترپالي موټر ته اچولي ول، او کلي ته یې د خښولو لپاره وړي ول.
لیکوال: ډاکتر خسرو سنګروال

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.