The news is by your side.

هغه هېواد چې د ناوې ګانو عام بازار لري

هغه هېواد چې د ناوې ګانو عام بازار لري

خبریال وېبپاڼه/ په اروپا کې هم ځينې داسې قومونه تراوسه پورې شتون لري چې خپل پخواني عادتونه پالي او نه يې دې هېر کړي، په بلغاریه کې همداسې يو قوم تراوسه پورې شتون لري چې خپل يو پخوانی رواج د ناوې ګانو بازار تراوسه پورې پالي.

د بلغاريا په هېواد کې دا قوم داسې یو عادت لري چې د نجونو د پېغلتوب سره سم دوی واده کوي، د واده لپاره بيا يو ځانګړی بازار لري چې پیغلې هلته ځي او منتظر کېږي چې نور راغلي مجرد ځوانان دوی خوښې کړي.

دا عادت او رواج تر ډېره د بلغاريا په Mogila کلي کې چې يو لوی کلی دی ترسره کېږی، دلته پیغلې نجونې راټولېږي او په عموم کې د هغه کسانو سره واده کوي يا هغه کسانو ته ورکول کېږي چې ددوی په سر ډېرې روپۍ ورکړي، يانې که ښکاره يې ووايو دا نجونې دلته خرڅېږي هرڅوک چې ډېرې روپۍ ورکړي همغه به ترټولو ښکلې نجلۍ د ځان سره بيايي.

په دې بازار کې تر ډېره هغه پیغلې پلورول کېږي چې عمرونه يې د ۱۶ او ۲۰ کلونو ترمنځ وي، د يادونې وړ ده چې دا نجونې په بلغاریا کې د يو خاص قوم دی او په ټوله بلغاریا کې دا کار عام نه دی.

دا بازار په کال کې يو ځل جوړېږي او په زرګونو ځوانې پېغلې د خپل ځان لپاره پکې خاوند لټوي، د ځينو نجونو چې ډېرې پیلغې او ښکلې بيه زرګونو يورو ته رسېږي.

دا بازار چې هر کال ترسره کېږي په زرګونو نجونې چې ډېرو يې د حد څخه زيات سينګار کړی وي د خپل راتلونکي خاوند د پيداکولو په هیله وي.

په دې بازار کې د ګډون کوونکو څخه د يوې نجلۍ مور وويل چې دوی خپلې لورګانې ناوړه کارونو، ډانس کلبونو ته نه پرېږدي خو چې پیغلې سي نو پخپله يې دلته راوړي او خاوند ورته لټوي.

په دې ځای کې د يوې پیغلې نجلۍ بيه په اوسط ډول د اوه زره ډالرو په شاوخوا کې ده، ډېری هغه کسان چې مخکې یې واده کړی وي بيا سړه بېل شوي وي راځي‌ او په دې بازار کې د ځان لپاره نوې پېغله مېرمن اخلي.

په دې کلي کې ډېری نجونې په ليک لوست نه پوهېږي، د خلاصې ټولنې د يوې سروې په بنسټ په دې کلي کې د هرو پینځو نجونو څخه يوه یې مطلقه بې سواده ده.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance