The news is by your side.

حکومت ولې د خبریالانو د وژنو عوامل نه په ګوته کوي؟

خبریال وېبپاڼه/ له تېرو څه باندې ۴۰ ورځو اووه خبریالانو او مدني فعالان په هدفي بریدونو کې شهیدان شوي دي، حکومت نه د دغو وژنو عوامل په ګوته کړي او نه یې عاملین په نښه او مجازات کړي دي.

حکومت وخت ناوخته د عامو خلکو د احساساتو د کنټرول لپاره ځینې څرګندونې کړې دي، هغه څه چې د خبریالانو قناعت پرې نه دی حاصل شوی او حکومت په بې غورۍ او بې پروایۍ تورنوي.

پرون بیا د غور غږ راډیو مشر او خبریال بسم الله عادل پرون په مرکز فېروز کوه کې د وسله والو کسانو په ډزو شهید شو او په ملي او نړۍواله کچه یې پراخ غبرګونونه وپارول.

د افغانستان د خبریالانو د دفاع کمېټه وايي، چې په تېرو پنځو کلونو کې پنځه پنځوس افغان خبریالان شهیدان شوي، خو حکومت په دې برخه کې هیڅ اقدام نه دی کړی او د عواملو په موندنه کې یې پاتې راغلی دی.

د دې کمېټې مشر عبدالمُعید هاشمي ویلي چې دولت د خبریالانو د قاتلینو په نیولو او د رسنیو او ژورنالېستانو د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلی، ځکه خو موږ له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د بې پولې خبریالانو له ټولنې غوښتنه کوو چې زموږ مظلومانه غږ راسره پورته کړي.

په همدې حال کې د خبریالانو د دفاع کمېټې او کابل پرېس کلب له رسنیو غوښتي چې د درېیو ورځو لپاره د حکومت اړوند خبرونه تحریم کړي.

پوښتنه دا ده چې د خبریالانو د وژنو عوامل او عاملین ولې نه په ګوته کېږي؟ که داعش دا کار کوي، وخت ناوخته یې مسوولیت اخیستی، طالب هم کله کله د دا ډول ترهګریزو کړنو پړه منلې، خو د دغو وروستیو سیستماتیکو وژنو مسوولیت هیچا نه دی اخیستی، حکومت هم هیڅ نه دي کړي، بس د غندنو په اعلامیو یې غم سړوي او هیر یې کړي.

دا چې حکومت د دغو وژنو عاملین نه په ګوته کوي، د سړي شک په یقین بدلوي چې دا کار ښايي د حکومت دننه کومې کړۍ د خاصو موخو لپاره پیل کړی وي او له دې لارې د بیان ازادي غږ خپ کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.