The news is by your side.

افغان کرکټ ټيم ته د خليج ټايمز پېغور

افغان کرکټ ټيم ته د خليج ټايمز پېغور

خبريال وېبپاڼه/ په داسې حال کې چې افغانان په نړيوال کرکټ کې د خپلو ځينو لوبغاړو ځلېدو ته سخت خوشحاله دي خو د خپل ټيم لپاره بيا همدومره هيجان ورسره نه دی پاتې شوی.

که څه هم د افغانستان ځينې لوبغاړي په نړيوالو او تجارتي ليګونو کې ښه ځلېږي خو دننه د هېواد د ملي ټيم لپاره بيا همدا د نورو لپاره ځلیدونکي لوبغاړي دومره نه دي ځلیدلي.

اوس د متحده عربي اماراتو مشهورې انګليسي ژبې ورځپاڼې خليج ټايمز هم په د افغانستان د کرکټ د ټیم په هکله يو راپور خپور کړی دی او د پیغور په شکل یې ليکلي چې د آيرلنډ او افغانستان د لوبو کوربه افغانستان دی چې دا کوربه توب بايد په اماراتو کې په مخ يوسي او ویې کړي، خو تراوسه د افغانستان د کرکټ ټیم نه يوازې چې اماراتو ته نه دی راغلی بلکې تراوسه یې خپله لوبډله هم نه ده اعلان کړې.

خليج ټايمز کاږي چې خبره تر دې نه خلاصه بلکې د افغانستان مېلمه ټيم آيرلنډ بیا مخکې له مخکې اماراتو ته راغلی دی او دلته یې تمریناتي لوبې پيل کړي، مېلمه راغلی خو د کوربه درک نه لګي.

د افغانستان د کرکټ د ټیم او عمومي کرکټ رهبري دداسې خلکو لاس ته لوېدلې چې د کرکټ سره علاقه نلري، نه علاقه نلري او نه کرکټ ته توجو کوي، د کرکټ بورډ په رهبرۍ کې اوس د يوې خوا غيرې مسلکي خلک دي چې نه پوهېږي څه وکړي د بلې خو همدا خلک خپلې ځاني غوښتنې پالي د کرکټ څخه ډېر غم د خپل جېب او چور ورسره دی.

ددوی د نا اهلۍ له کبله افغانستان تر بل هر هېواد لژ لوبې کړې دي، کرکټ بورډ په دې نه دي توانيدلی چې د افغانستان د کرکټ د ټيم لپاره نړيوالې لوبې برابرې کړي، د توان څخه هم که ولاړ شو نو کرکټ بورډ چندان ددې په کيسه کې نه دی چې د افغانستان د کرکټ ټیم دې نړيوالې لوبې وکړي که نه، ځکه اوس تياره لوبه ده چې اسټرالیا غوندې بهانې هم نه جوړوي هغه دی اماراتو ته د ايرلنډ لوبډله راغلې ده خو د افغانستان د‌کرکټ ټيم خدای خبر په څه بوخت دی، جګړې وهي، نشې کوي څه کوي څوک نه دي خبر.

کرکټ یو له هغه لوبو څخه و چې د افغانانو سپک شوی هويت يې بېرته دروند کولی شوی، هغه افغان چې اوس په نړيوال سټېج کې یې ترڅنګ بنګله دېشی هم په یوه قطار کې درېدل نه غواړي د کرکټ له لارې ممکن و چې بېرته یې خپل هويت قدرمن کړی وی، نړۍ ددې ملت استعداد ليدلی وی او ددې هېواد او ملت سره د نړيوالو سم شناخت او مينه پيدا شوې وی، خو د کرکټ بورډ مشر او ټیم ددې مسلو او ارزښتونو په قصه کې نه دی، هغوی پخپل فساد بوخت دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.