The news is by your side.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ امنیتي همکارۍ

خبریال ویبپاڼه/ د ازبکستان د ودلتي امنیتي خدماتو مرستیال فرخ مختاروف افغانستان ته راغلي او د لته يې د نورو چارواکو ترڅنګ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره لیدلي او پر یو لړ مهمو مسلو يې ورسره بحث کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دې کتنې یادونه کړې او ویلي يې دي چې ښاغلي مختاروف د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي او پراخي امنیتي همکارۍ ښودلې.

نوموړي ویلي د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي همکارۍ د دې باعث کیږي چې په سیمه کې منیت تامین سي او د احتمالي ترهګریزو فعالیتونو مخنیوی وسي.

له هېوادونو سره، په سیمه کې د امنیت د تامین لپاره خبرې کیږي خو تراوسه دولت په پلازمینه او نورو ولایتونو کې د امنیت د تامین لپاره کوم څه نه دي کړي.

تراوسه پوري نژدې هره ورځ په کابل او نور ولایتونو کې د هدفي وژنو  په ترڅ کې یو شمېر هېوادوال هره ورځ ژوند له لاسه ورکوي.

د ازبکستان او افغانستان اړیکي نسبآ نورمالې او په یو شمېر برخو کې دا هېوادونه یو له بل سره ښې اړیکي لري او لاهم  د دې اړیکو د پراختیا لپاره کار کیږي.

د افغانستان په دوه ښارونو کې  د نا امنیو په دوام نن هم غزني  او مزار کې درې تنه په نښه سوي چې امنیتي مسؤلین د قاتلینو په نیولو کې پاتي راغلي د هدفي وژنو ډيرښت او په ښارونو کې د چسپکي ماینونو چاودنو خلک او یو شمېر  بشري نهادونه خورا په اندېښنه کې  اچولي هغوی وایي چې دولت باید د هدفي وژنو مخنیوی وکړي.

افغان دولت وايي چې خپل وروستی کوښښ کوي ترڅو د هدفي وژنو او نورو نا امنیو مخنیوی وکړي او د ډیری وژنو قاتلین يې هم نیولي خو حالت لا هم  کابو سوی نه دی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.