The news is by your side.

موقت حکومت څوک غواړي؟

خبریال ویب پاڼه:له هغې ورځې چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست دوهم وار ټاکنې ترسره کېدلې، نو په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې خبرې روانې وې.

دا د کمپاین ورځې وې، ځیني کاندیدان زړه نا زړه وو، چې آیا دوی په کمپاین کولو مصارف وکړي او کنه؟
ځکه د ټاکنو د ترسره کېدو په تړاؤ پرته د محمد اشرف غني، نور ټول کاندیدان شکمن و او فکر یې کولو چې ټاکنې نه ترسره کېږي، او کېدای شي چې موقت حکومت جوړ شي او طالبانو سره سوله وشي.

په دې تاکنو کې د پخوانۍ دورې د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر او د تېر ملي وحدت حکومت اجرایه رئیس ښاغلی عبدالله عبدالله هم کاندیدان وو.
محمد حنیف اتمر په څو واره وویل چې باید موقت حکومت جوړ شي ترڅو طالبان هم په واک کې شریک شي، دا ښاغلی بیا د خپلې کاندیداتورۍ څخه هم تېر شو.

پخواني اجراییه ریس عبدالله عبدالله هم په خلاص زړه کمپاین نه کولو، ځکه د موقت حکومت د جوړېدلو ډنډورې، راتلونکې ټاکنې شکمنې کړې وې.

عجیبه خبره خو دلته ده چې زمونږ دومره په لوړه سطحه سیاسي او امنیتي چارواکي د هېواد د راتلونکي حکومت په تړاو دومره ناخبره و او په دې نه پوهېدل چې څه به کېږي، خو جالبه بیا داده چې محمد اشرف غني په کلکه ویل چې ټاکنې به کېږي او واک به د ټاکنو په اساس منتخب رئیس جمهور ته لېږدول کېږي او مونږ ولیدل چې ټاکنې هم وشوې او د یو څه ګلمرجانیزم نه وروسته او حکومت هم جوړ شو.

اوس یو ځل بیا د موقت حکومت ډنډورې غږول کېږي. په دې ډنډوره چیانو کې لمړی د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار دی ، دوهم د جمعیت ګوند اکثریت سیاسي مشران او دریم خارجي هېوادونه شامل دي.

کچېرته وګورو جمعیت ګوند چې د بن د کنفرانس څخه وروسته، د کرزي صیب د حکومت ټول واک د همدوی په لاس کې و، خو د محمد اشرف غني په واک ته رسېدلو سره سم، ددې زورواکو او جهادي رهبرانو لاسونه له حکومته یو څه رالنډ شول. دوی هغه پخوانی زور او امتیاز اوس نه لري. دا جهادي زورواکې ډلې یو ځل بیا غواړي چې د موقت حکومت په راتلو سره خپله قومي او حزبي وڼډه ترلاسه کړي او خپلو پاتې شومو اهدافو ته ځان ورسوي.

بل خواته امریکا او پاکستان غواړي چې د افغانستان یو څه لږ او زیات سیاسي ثبات چې راغلی، دا نسبي ثبات یو ځل بیا د موقت حکومت په راوستلو سره له مینځه یوسي او یو کمزوری، په تنظیمونو او ډلو ټپلو ویشل شوی حکومت ددې لپاره مینځ ته راوړي،چې ناراضه ډلې په کې شاملې کړي.

اوس چې د حکومت او طالبانو په مینځ کې د سولې خبرې یو حساس پړاؤ ته رسېدلي او د افغانانو هیلې هم زیاتې شوي چې طالبان به اوربند وکړي او ولس به د کلونو وروسته د سولې او امن په فضا کې ساه واخلي، خو طالبان بیا په دې تاریخي فرصت کې د دښمن په ګټه سخت شرایط ږدي او د راتلونکي نظام په اړه خپلې ټولې مشورې د باجوه او قریشي سره،په اسلام آباد کې ترسره کوي او وایي چې دوی امریکا ماته کړې او افغان حکومت، کچېرته د سولې له لارې واک راوسپارلو ښه تر ښه، کنه نو په جنګ کولو سره به کابل فتح کړي. که څوک وژل کېږي، وطن لوټ کېږي او یا خلک مهاجر کېږي، په دوی یې څه، ځکه دا کار دوی د ثواب او جنت ته د تګ په پاره هم کوي.
طالبان هم د موقت حکومت جوړېدل او واک دوی ته سپارل مهم شرط د سولې ته د رسېدو په لار کې ایښی، چې دا بیا د هېواد او افغانانو لپاره د منلو وړ نه دی.

په دې کړکېچن سیاسي او نظامي وضعیت کې، د ټولو پورته اړخونو مقابل لوری اوسنی د جمهوري نظام پالونکی او ساتونکی حکومت دی.
ولس مشر اشرف غني د ټېرو ټاکنو په څېر یو ځل بیا موقت حکومت نه مني او د واک لېږد د ټاکنو په اساس مهم ګڼي او دی موقت حکومت ته ځان نه تسلیمېدونکی ښیي.

ددې پورته د واک څخه د لرې او په واک کې د شاملو اړخونو ترمینځ ولس هک پک حیران دی، خلک نه پوهېږي چې د هېواد په سر مو څه لوبې کېږي؟ خلک د داشل کاله نسبي ثبات لمینځه تللو ته اندېښمن دي او د نامعلومه سبا لپاره په ناهیلی کې ژوند تېروي. دلته څوک د طالبانو د راتګ لپاره خوشي څرګندوي، چې جنګ به ودرېږي، څوک د موقت حکومت غوښتونکو سره سر ښوروي چې بېرته به واک کې شریک شي، او څوک بیا د حکومت د دریځ څخه ملاتړ کوي او موقت حکومت ورته د افغانستان د یو ځل بیا د تباهۍ لور ته د تلو په معنا ښکاري.

ولس ته څه کول په کار دي.

مونږ د مجاهدینو د وخت موقت حکومت لیدلی، چې ډلې د واک د ویش په سر سره مخالفې شوې او هېواد مو یې په خپلو کې وویشلو او کورنی جنګ ته یې لاره هواره کړه، هر څه مو لوټ شول او د هېواد کمیس او پرتوګ یې همدې جهادي ډلو وویستلو او تاریخي شرمونه یې راواړول.

مونږ بیا د کرزي صیب د دورې موقت حکومت هم ولیدلو، چې د افغانستان حکومت یې د ولس په ځای، د همغو جهادي تنظیمونو په مینځ کې بیا وویشلو او طالبانو ته یې د دښمن په سترګه وکتل، برخه یې ورنکړه او ترننه پورې هغوی د موقت حکومت کې د نه شاملېدلو پخاطر وجنګېدل،ترڅو یې ځان په امریکایانو وپېژانده او سوله یې ورسره وکړه.

اوس یو ځل بیا د همغو اشتباهاتو د ترسره کولو لپاره سخت کمپاین کېږي، نړۍ والې رسنۍ، داخلي مطبوعات، شمالي ټلواله، ګلبدین حکمتیار، امریکا او پاکستان، دا نیم ترلاسه شوی سیاسي او اقتصادي ثبات ننګوي او د موقت حکومت مسیحا غږوي.

نو ولس ته په کار ده چې ویښ و اوسي، د دښمن په مکارانه او خوږو تبایغاتو تېر نه ووځي، نه نور د مهاحرت لارې خلاصې دي او نه هم دلته څوک درباندې زړه خوږوي. اوس که هر څه ده، مونږ یو نظام لرو، حکومت د همدې موقتیانو په شمول د سولې د مذاکراتي ټیم قطر ته لېږلی چې طالبانو سره د راتلونکي په اړه یو تفاهم ته ورسېږي، مونږ ژرر بې حوصلې نه شو او د سولې د مذاکراتي ټیم ملاتړ وکړو او د خپل موجود نظام څخه د دفاع په اول خط کې ودرېږو.
دا نظام او هېواد، د اشخاصو، تنظیمي ډلو، زورواکو، خارجیانو او پنجابیانو نه دی. دا زمونږ افغانانو یو تاریخي میراث دی چې ساتنه یې راباندې فرض عین ده. مه ځانونه د دې موقتیانو پسې تړۍ او مه هم خارجي ډنډوره چیانو پسې ورځئ او مه هم د طالب په خبرو او ځان بدل ښودلو غولېږئ.
نن مونږ ته پرته د خپل نظام د دفاع، هېڅ بله لار نه ده راپاتې.
ع.ح.خلیل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.