The news is by your side.

څنګه ښه ليکوال کېدای شو؟

خبریال ویب پاڼه/ په هره ژبه کې د لیک دود نه وروسته، د لیک ښود موضوع راځي، د لیک ښودنې مطلب دا دی، چې څه ډول لیکنه وکړو، کوم ډول لیکنه پکار ده.
د ښې لیکنې ښېګڼې کومې دي؟
کوم ډول لیکنې ته ښه لیکنه ویلای شو؟
لومړی بحث په لیک ښود کوو.
لیک ښود کلمه د عربي ژبې د انشاء په معنی اخلو، په عربي لغت کې انشاء د یو نوي شي د پیدا کولو په معنی راځي، په اصطلاح انشاء دې ته وایي، چې یو کس د خپلې پوهې په قوت، خپل خیال او فکر په ښو الفاظو او عباراتو کې څرګند او اظهار کړي. مګر د لیک ښود مفهوم تر انشاء عام او پراخ دی، په لیک ښود کې هر راز لیکنه راتلای شي، نوی خیال او که زوړ خیال، خو چې د بیانولو طرز یې خوندور او جالب وي.
په یوه لیکنه کې دوه مهم اړخونه په نظر کې نیول پکار دي، لومړی اړخ یې معنوي او دوهم اړخ یې لفظي دی.
په معنوي اړخ کې فکر، خیال، تصور، حقیقت، واقعیت، ښکلا، معنی او مقصد راځي او په لفظي اړخ کې، توري، کلمې، عبارت او جملې راځي.
دا چې لیکوالي او لیک کول، سخت کار دی، نو په همدې تړاو درته ځینې لارې چارې در وښایم.
په لیکلو کې د لغاتونو زیږوالی او نااشنایي د فصاحت او خوږوالي دښمنان دي، نو ځکه د لیکوالۍ لومړی شرط هم دا دی چې، ښو الفاظو او لغاتونو پيدا کول دي، ګرامري غلطۍ هم لیکنه کمرنګه کوي او د بلاغت له دایرې څخه یې وباسي.
د ښې او پخې لیکنې لپاره یوه ژوره علمي مطالعه، د پخو لیکوالو د کتابونو کتنه، ژور فکر، پوخ نظر او نوښت پکار دی، ترڅو دې لیکنه اسانه، ښکلې او عام فهمه اوسي.
د ښې لیکنې ځانګړنې:
۱- د یوې لیکنې کولو لپاره لومړی ګام، د موضوع خوښول او ټاکل دي، که موضوع ونه ټاکئ نو لیکل مو بې ګټې او بې فایدې دي، موضوع ته تیاری، مطالعه، ژور فکر او وخت پيدا کول ډېر اړین دي.
که بې فکره یوه لیکنه پیل کړئ، نو دا داسې مثال ورکوي، لکه یو کس په سیند کې بې ګودره ور ګډېږي.
۲- د موضوع د ټاکلو نه وروسته، پکار دي، چې پوره او کره معلومات راغونډ کړل شي، باوري ماخذونو نه استفاده وشي، که کاپي موادو څخه مو یو لیکنه وکړه، مطلب په وچه ځمکه لامبو وهل دي.
۳- د لیکوال مقدمه باید د مطلب سره ښه ارتباط مناسبت ولري.
۴- د لیکلو تادو باید ډېر پوخ، معقول او زړه راښکوونکی وي، مقدمه باید ډېره اږده او ستړې کوونکې نه اوسي، ځکه اوس وخت کې اږودې مقدمې څوک نه لولي.
۵- لیکل باید تر پایه پورې په یو ډول ولیکل شي، یعنې د دریاب او سیند پشان هوار لاړ شئ او ورو ورو د موضوع تل ته ځان ورسوئ. په موضوع کې ټوپونه وهل او لوړ او بر کېدل، د لیکوال کمزوري او ناپوهي ده.
۶- د خپل مطلب د ثابتولو لپاره له تاریخي، منطقي، فلسفي او نورو دلیلونو څخه کار واخيستل شي.
۷- لیکوال باید د خپلې موضوع له دایرې څخه بهر ونه وځي، په یوه خبره کې بله را وه نه چوي.
۸- لیکوال باید خپل فکر، لیکل او مقصد د چاپېریال مطابق وي، نه دا چې لیکل پښتنې ټولنې ته کوي او لګیاه بلې ته وي.
۹- د یو لیکوال لپاره د خپلې ژبې خپلواکي ډېره مهمه ده، تر څو د نورو ژبو ښکار نشي.
۱۰- په ښه شان او ښه تعبیر د له خپل مضمون څخه نتیجه اخیستل او په ادبي رنګ کې وړاندې کول، د ښې لیکنې او پوخ لیک غوره صفت دی.
۱۱- لیکوال باید هغه وخت لیکل وکړي، چې طبیعت په ټوله معنی تیار وي، فکر او بدن ستړی او ستومانه نه وي، وله که دماغ نه ارامه وي، بوج وي پرې او په زور پرې لیکل وکړې، نو مطلب دا چې په لوی لاس ځان د غر نه غورځول دي.
۱۲- په یوه لیکنه کې د معنوي ارتباط او تړون خیال ساتل ډېر مهم دي.
مطلب دا چې په جملو کې د معنوي پيوستون کړۍ ونه شلېږي او د مضمون تسلسل خراب نه شي.
۱۳- لیکوال باید په لیکنه کې درانه، خواږه او تللي الفاظ وکاروي، د لیک د ښه والي لویه نښه، د الفاظو په خوږوالي تول کې ده.
۱۴- د هر علم خپل خاص اصطلاحات په خپل ځای کارول پکار دي.
مثلاً: علت په منطق کې د سبب په معنی او په صرف کې د نقص په معنی دی.
۱۵- د ضمیرونو په ځای کارونه مهمه ده، د مفرد په ځای د جمه ضمیر راوړل، د پښتو له اصلي روح څخه مخالف کار دی.
مثلاً: د (زه وایم) پرځای (موږ وایو) ښه تعبیر نه کوي، (دی) پرځای (دوی) راوړل.
دا کار زیان کسان د درناوي په خاطر کوي، خو د ژبې له قاموس او چوکاټ څخه وځي.
۱۶- په یوه جمله کې د کلیشه یا تکراري کملو راوړل هم لیکل بې خونده کوي.
۱۷- داسې کلمې باید وکاروئ، چې د ټولنې هر لوستی پرې وپوهېږي.
۱۸- د کلمو په خوښولو او راوړلو کې ادبي لهجې ته زیات اهمیت ورکول پکار دي، لکه (اخیستل) چې ځیني یې (اغیستل) تلفظ کوي، مګر دا ادبي لهجه نه ده.
یا (راوړه) (راوره) او (جوړوي) پرځای (جیړوي).
۱۹- بل عمومي لهجه په محلي لهجه غوره ګڼل پکار دي، لکه (غاښ، غوښه) چې ځیني یې (ګاښ او ګوښه) بولي.
۲۰- سپک، بازاري او بې نزاکته الفاظ راوړل، د لیکوالۍ د کمزورۍ نښه ده، لکه (موړ شوې) چې ځیني یې داسې وایي( ډک شوې).
۲۱- کله چې موږ د خپلې ژبې کلمات ولرو، نو اړتیا نشته چې د بلې ژبې کلمې استعمال کړو.
مثلاً: د( ژوند) پرځای (حیات) د( ترکاڼ) پرځای (نجار) د (برخې) پرځای (سهم) د (دروند) پرځای (سنګین) وکاروو، نو دا یوه بې پروایي او بې فکري ده.
۲۲- د عربي جملو پرځای د پښتو جملې جوړول غوره دي.
مثلاً: دلایل، اقوام، علماوو، مکاتب، پرځای باید دلیلونه، قومونه، عالمان او مکتبونه.
۲۳- جملې باید لنډې او د خلکو د محاورو سره سمې وي.
۲۴- د لیکوال یوه غټه ځانګړنه دا هم ده، چې اوږده موضوعات په لنډو الفاظو کې لوستونکو ته وړاندې کړي.
۲۵- د عطف توري باید ډېر لږ استعمال شي.
۲۶- د نویو لیکوالو لپاره تر ډېره وخته، یو لارښود او استاد ته اړتیا ده، ترڅو یې خامیانې اصلاح کړي.

په پای کې دا وایم، چې ښه لیکنه هغه ده، چې خوږ نثر ولري، خواږه الفاظ ولري، ساده او روانه وي، سوچه او نږه وي او د لیکلو ټولو معیارونو ولاړه وي.
د لیکنې اختتام په دې بیت کوم:
څو د وینو د دریاب مر جوڼا نشې
مشرف به د دې در په رڼا نشې
لیکنه: عبدالرحمن ځلاند
ماخذ: پښتو ګرامر ژب ښودنه، پوهاند صدیق الله ” رښتین”

Comments are closed.

koi finance