The news is by your side.

د اروپايي ټولنې نوي استازي ته د طالبانو نوې ژمنې

خبریال ویب پاڼه/ طالبان په دي وروستیو کې د خپل لوري د نړیوالو د بارو د ترلاسه کولو او همدارنګه د مدنیت په ښکارولو یو لړ ګامونه پورته کړي او تغیرات يې رامنځ ته کړي دي.

د افغانستان لپاره د ارو پايي ټولنې نوی استازي په خپل  کار پیل کړی او په دوحه کې يې له طالب مشرانو سره کتلي دي د طالبانو دفتر په دې اړه یلي چې د اروپايي ټولنې نوي استازي له شیر محمد عباس ستانګزي سره د سولې پر روان بهیر، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او افغانستان کې د بهرنیو ډیپلماټاو د امنیت او خونديتوب په هکله بحث سوی.

طالبانو تازه له اروپايي ټولنې سره یوځل بیا منلې چې  د هغه کسانو امنیت به تامین کوي چې د بشري مرستو په رسونه او نورو بشري برخو کې فعالیت لري.

طالبانو ویلي بشردوستانه فعالیتونو ته به ګواښونه نه جوړیږي او دوی ته به د فعالیتونو زمینه برابریږي تر دې وړاندې هم طالبانو د خبریالانو او بشري نهادونو د امنیت ډاډ ورکړی وو.

طالبان د مدنیت پر لور ګام اخلي که څنګه

له دې ژمنې سره سره طالبانو نن په یوه اعلامیه کې د بهرنیو ځواکونو هغه افغان ژباړوونکو ته چې له دوی سره يې دندې درلودې د امنیت او خوندیتوب ډاډ ورکړی او ویلي يې دي چې دا ژباړوونکې د دې پر ځای چې له هېواده وتښتي باید خپل هېواد ته خدمت وکړي، دوی وویل چې دا کسان خوندي او دوی ورته د دښمن په سترګه نه ګوري.

د طالبانو د بدلون ادعا

طالبانو ویلي له لومړیو تراوسه يې زیات بدلون کړی او نړیوالو قوانینو ته پای بنده دي خو یو شمېر بشري نهادونه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو دا ادعا چې دوی زیات بدلون کړی نه مني او ویلي يې دي چې طالبان لاهم د پخوا غوندي ایډیا لوژي او هیڅ رنګه تغیر يې نه دی کړی، که چیري د دې ادعا پر بنسټ ولاړ سو ښايي چې  داسې هم سوي وي چې  پر ډیری کارونو طالبان پاکستان مجبوره کړي وي ترڅو هغوی طالبان نړیوالو ته مدني او نوي ښکاره کړي که څه هم په عامه ډول د پخوا په پرتله طالبانو د روغتیا او پوهنې په برخه کې  اسانتیاوي رامنځ ته کړې نو ښايي نور تغیرات يې هم شوني وي خو ډير لږ

Comments are closed.