The news is by your side.

طالبان خرڅ سول کیسه خلاصه

خبریال ویب پاڼه/ اکستان د طالباو ملاتړي او ستراتیژیک ملګری بلل کیږي که لومړی ځل دې  هېواد له ناچارۍ امریکا ته اډې ورکړې وې نو د دویم ځل داسې ناځوانۍ تمه ترې نه کیده خو اوس پاکستان بیا طالبان پر خوله وغورځول او د دوی دښمن ته يې بیا پنا ورکړه.

پر طالبانو فشارونه

د پاکستان له لوري د طالبانو پر مشرانو فشارونه او د هغوی افغانستان ته راتګ ښايي رسنیو نه وي راپور کړی خو د امریکا د زیاتو فشارونو له کبله پاکستان اړ سو چې نور طالب مشرانو ته ځواب ورکړي او را ویې لیږي افغانستان ته ویل کیږي چې  د طالب مشرانو ډیری برخه د هلمند ولایت موسی کلا او یوې بلې ولسوالۍ کې میشت سول خو او خپلو جنګیالیو ته یې وویل چې پر ښارونو بردیونه زیات کړئ ترڅو دوی په لیري پرتو سیمو کې خورا په ښه توګه محفوظ پاتي سي او د دولت ورته فکر نه سي.

په ورته وخت کې د پاکستان له لوري یو شمېر مدني حرکتونه هم طالبانو ته ښودل سوي چې په خبریالانو، فعالانو د بشري نهادونو په کارکوونکو او نورو کسانو کار ونه لري همدارنګه طالبانونن د یوې ښې پریکړې په توګه اعلان وکړ چې په افغانستان کې  د بهرنیو ځواکونو  په ژباړنانو باندې کار نلري، او دوی باید له هېواده ونه تښتي.

تیره ورځ طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له قرغزستان او تاجکستان چې او سمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ لویه ستونزه پرته ده او په جګړه کولو نژدې سویو وو، وغوښتل چې د جګړې پر ځای باید مذاکرات وکړي دوی وویل چې له جګړې موږ بدې خاطرې لرو دې او دې ته ورته نور دریځونه ښايي د موقت وخت لپاره طالبانو کړي وي او د دوی خوښ هم نه وي خو پاکستان طالبانو باندې د نړیوالو باور پیدا کولو لپاره دا چاره کوي.

د طالب مشرانو افغانستان ته لیږل اوتر شايي کیسې

که څه هم طالبانو نه ده منلې چې مشران دي چیري وي او نه هم پآکستان ویلي چې دوی طالب مشران شړلي خو امریکا پاکستان ته ویلي د طالب مشرانو په وړاندې باید عملیات ترسره کړي ځکه نو پاکستان دا چاره ترسره کړه او هغوی يې افغانستان ته را ولیږل، دوی له امریکا سره د اډو د هوکړې په برخه کې ښايي ځینې خبرې اترې ولري او د پیسو د زیاتي ورکړې لپاره به ډیر شرایط وړاندې کړي ځکه نو او پوره چمتوالی نیسي او له امریکا سره به د اډو ورکړې هوکړه لاسلیکوي.

که څه هم پاکستان په رسمي ډول نه ده منلې خو حالت همداسې روان وو، چې امریکا او پاکستان به یوې هوکړې ته هرومرو رسیږي د طالب مشرانو د اخراج تر شا همدا کیسه پرته وه چې پاکستان د امریکا تر دوه نیم اربه ډالرو څنګه تیر سي او څنګه د طالبانو او افغانستان لپاره خپله ګټه وټه له لاسه ورکړي.

تر بل هرڅه اوس پاکستان د ډالرو بنډلونو ته زیاته اړتیا لري چې د خپل کمزوري اقتصاد بسنه پرې وکړي او خپل قرضونه پرې ادا کړي که څه هم د دوی قرضه لوړه ده خو په کور دننه له دې پیسو څخه ښه استفاده کولای سی.

طالبان به څه وکړي

داسې فکر کیږي ترڅو چې د طالبانو مشرتابه زړه وي نو د پاکستان د دې اقدام په هکله به چپ پاتي وي او د طالبانو د لیکو نوي غړي او ځوانان بیا دا کار نه سي زغملای خو په عمومي ډول سره طالبانو خپل دریځ لا له وړاندې څرګند کړی او ویلي يې دي چې امریکا ته باید په سیمه کې هیڅ هېواد اجازه ورنکړي هغوی په سیمه کې د امریکا پاتي کیدل یو لویه تاریخي تیروتنه بللې او ویلي يې دي چې دوی د دې پریکړې په وړاندې چې هر هېواد يې تر سره کوي و دریږي

 

Comments are closed.