The news is by your side.

هرات کې د ځمکنیو توتانو حاصلات زیات شوي

 

خبریال وېبپاڼه/ په هرات کې سږ کال د ځمکني توتانو حاصلات ۱۵۰ متریک ټنو ته رسېدلي.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ سرپرست «بشیر احمد احمدي» نن رسنیو ته وویل چې سږ کال په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي او ښایې چې ښه حاصلات به ورکړي.
د احمدي په خبره، چې پروسږ کال په دغه ولایت کې ځمکني توتان ۱۴۰ مټریک ټنه وو.
ویل کېږي چې اوس په بازار کې د یو کیلو ځمکنیو توتانو بیه له ۲۰۰ څخه نیولې تر ۲۵۰ افغانۍ پورې ده. د هرات ځمکني توتان نیمروز، غزني، فراه، کندهار او بادغیس ولایتونو ته هم استول کېږي.
د هرات یو کروندګر ولي الله وايي چې د تېر کال په پرتله یې سږ کال د ځمکنیو توتانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د هغه په خبره، که کرنیز خدمات پر وخت ورته ورسېږي، د دوی حاصلات به راتلونکی کال تر دې هم څو برابره اوچت شي.
دی په همدې حال کې بیا له حکومته غواړي چې د دوی کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه وکړي څو د دوی زحمت بې ځایه ولاړ نه شي او هم محصولات ښه نوم او نښان پيدا کړي.
افغانستان د ځمکنيو توتانو د کرکیلې لپاره مناسبه هوا او اوبه لري چې سږ کال د هېواد په ځينو برخو په ځانګړې توګه کندهار او ننګرهار کې یې کرکېله پراخه شوې ده.
ځمکني توتان ويټامين سي ترڅنګ په خپل ترکيب کې نور ويټامينونه هم لري چې د انسان د روغتيا لپاره ګټور بلل کېږي.

Comments are closed.