The news is by your side.

بریتانیا يي نظامي تجهیزات څه کیږي او څه پرې کیږي؟  

خبریال ویب پاڼه/ امریکا برتانیا او نورو ټول هېوادونه دا مهال د خپلو سرتیرو په وتلو سره لګیا دي او د دوی د سرتیرو د وتلو لړۍ تر یوې کچې بشپړه سوې هم ده خو په افغانستان کې د دوی د پاتي نظامي تجهیزاتو په هکله وړاند وینې او هیلې وې اما اوس بریتانیا د خپلو تجهیزاتو په هکله عجبه پریکړه وکړه.

د دې هېواد د دفاع وزیر ویلي چې راتلوونکي میاشت یې د سرتیرو وتلو لړۍ پای ته رسیږي او خپل ټول نظامي تجهیزات به په افغانستان کې له منځه یوسي.

جیمز سټیفن په خپلو تازه څرګندونو کې دا نوې پریکړې کړې او ویلي يې دي چې دوی په تیر ۲۰ کلن جنګي ماموریت کې چې افغانستان کې يې ترسره کړ ۳۱ میلیارده ډالرلګولي خو اوس به خپل ټول سرتیري له افغانستانه راتلوونکې میلادي میاشت باسي

د بریتانیا د دفاع وزیر د خپلو څرګندونو په لړ کې وویل چې ۲۰۱۴ زیږدیز کال يې له افغانستانه زیات شمېر سرتیري وایستل خو اوس مهال ۷۵۰ سرتیري په افغانستان کې لري چې افغان ځواکونو  ته د سلا مشورو برخه کې ماموریت ترسره کوي او ډیر ژر به دا شمېره سرتیري هم له افغانستانه ووزي او خپل هېواد ته به ستانه سي.

نظامي  تجهیزات او اړتیا یې

تمه وه چې امریکا او نور ټول متحدین په یوه ږغ سره خپل ټول توکي افغان ځواکونو ته وسپاري او له خپلو محدودو تجهیزاتو سره یوځای له افغانستانه ووزي خو د امریکا په پله ټولو قدم کښېښود او یو زیات شمېر اړین تجهیزات چې افغان پوځ يې مجهز کولای سوای دې ځواکونو له منځه یو وړل اوس مهال افغان ځواکونه د پرسونل د اړتیا سره سره تجهیز او اکمال ته هم اړتیا لري چې ښايي همدا به هم مرسته کوونکې هېوادونه پوره کړي.

خو داچې دوی خپل اړین تجیزات په افغانستان کې له منځه وړي ځواب يې نسته دوی یوازي دومره پلمه کړې چې له دې امله خپل اړین تجهیزات له منځه وړي ترڅو  په راتلوونکې کې  د ترهه ګرو لاس ته و نه لویږي چې بیا به امریکا او متحدینو ګواښونه پیښ کړي امریکا ویلي کوم تجهیزات چې افغانستان ته ورکوي هم چا دا تضمین نه دی کړی چې دا خو به په راتلوونکې کې  ترهه ګرو لاس ته نه لویږي

Comments are closed.