The news is by your side.

تازه: پاکستان چمتو سو چې امریکا ته اډې ورکړي

خبریال ویب پاڼه/ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ د سپټمبر میاشتي پر ۱۱ مه نېټه بشپړه کیږي او امریکا په دې لټه کې ده چې نژدې افغانستان ته خپلې پوځې اډې جوړي کړي چې د دې بحث لومړی محور پاکستان دی.

اوس تازه نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه راپور خپور کړی او پکښي ویل سوي چې پاکستان په مشروطه ډول دې ته لیواله سوی چې امریکا دي د دوی په خاوره کې اډې جوړي کړي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ له پیله وروسته د امریکا هڅه هم همداوه چې پاکستان قانع کړي ترڅو  دا ډول کار ورسره وکړي.

نیویارک ټایمز زیاته کړې چې امریکا له پاکستان څخه د پوځي اډې غوښټنه کړې چې پاکستان ورسره په مشروطه ډول د دوی غوښتنه منلې ده، راپور کاږي چې په همدې موخه د امریکا د استخباراتي ادارې رییس پاکستان ته په دې اړه څو پټ سفرونه کړي او همدارنګه د دې مسلې په هکله د امریکا دفاع وزیر لوید استین هم له پاکستاني چارواکو سره ږغیدلی او دوی ورته دا منلې ده.

پاکستان په دې شرط چې امریکا د پاکستان له قلمرو څخه دباندې هر هغه هدف چې په افغانستان کې په نښه کیږي باید لومړی له دوی سره مشوره وسي او موافقه یې واخستل سي.

 دا راپورونه پر داسې مهال خپریږي چې پاکستان دا خبرې څو ځله رد کړې چې دوی به امریکا ته بیا اډې ورنکړي پر همدې مهال پاکستان کې د سیاسي ګوندونو تنظیم پي ډي ایم هم له دولته وضاحت غوښتی وو، چې باید د امریکا يي اډو د جوړیدلو په هکله ورته مالومات ورکړي خو هغه وخت دوی نه وه منلې خو چې اوس په مشروطه ډول دا پریکړه سوې هم نوې  خبره ده.

پاکستان په خپلو پریکړو کې تل  دوه مخې پالیسي په مخه وړي او هیڅ کله يې صادقه او سمه پالیسي سره کار نه دی کړی ښايي په دې سره طالبان هم غبرګون وښيي طالبانو دامریکايي پوځیانو لپاره د اډو ورکړه د هر هېواد له لوري تاریخي تیروتنه بللې وه او زیاته کړې يې وه چې امریکا ته بیا باید اډې ورنکړل سي او که چیري داسې وسي نو دوی به یې پر وړاندي و دریږي

 

Comments are closed.