طالبانو د بهرنیو ځواکونو افغان ژباړنانو په هکله حیرانوونکې پریکړه وکړه
افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ژباړنانو ترڅنګ د ناټو چوکاټ کې د ډیری هېوادونو سرتیرو سره دندې درلودې او د له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو په وتلو سره دوی ټول د ځان امنیت خوندیتوب اندېښنه کې دي چې څنګه له هېواده پښې سپکې کړي، امریکا جرمني بریتانیا په افغانستان کې د خپلو ژباړنانو او ملګرو د ژر لیږد او ویزې ورکولو په برخه کې له دې امله اسانتیاوي رامنځ ته کړې چې دوی وایي په خطر کې دي.
په ورته وخت کې وسلوالو طالبانود ژباړنانو او نړیوالو دې اندېښنې ته ځواب ویلی او پر دې ژباړنانو يې ږغ کړی چې هېواد کې پاتي سي او ورته خدمت وکړي.
افغان طالبانو په یوه وړاندې سوې اعلامیه کې افغان ژباړونکو ته د امنیت او خوندیتوب ډاډ ورکړی او له دوی یې غوښتې چې له هېواده د تیښتي پر ځای پاتي سي او خدمت وکړي.
طالبانو ویلي اوس مهال چې افغان ژباړنانو له خپلو چارو لاس اخیستی دوی ورته د دښمن په سترګه نه ګوري و امنیت يې خوندي دی، دوی ویلي افغان ژباړوونکي کولای سي په مصؤنه توګه هېواد کې پاتي سي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
افغان ژباړنان چې د بایډن له هغه اعلان وروسته چې دوی به خپل سرتیري د سپټمبر تر ۱۱ نېټې پوري له افغانستانه باسي وارخطا او پر رسنیو يې خپل ږغ لوړ کړی هغوی له امریکا او اړوند هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې يې ژوند په خطر کې دی او باید له ځان سره یې بوزي.
دې افغان ژباړنانو وویل چې د طالبانو له لوري ورته خورا ډیر خطرونه موجو دي او بایدی په هکله نړیوال هېوادونه چې دوی ورسره کار کړی بې تفاوته پاتي نه سي.
د تیرو شلو کلونو را په دې خوا سلګونه افغانان د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو سره د ژباړنانو په توګه دنده ترسره کوله چې اوس مهال د دې ځواکونو په وتلو سره هر اړخیزې ستونزې ورته راپورته سوې دي امریکا او جرمني ویلي دوی کوښښ کوي چې ژر تر ژره دا ژباړنان له افغانستانه د عاجلو ویزو ورکړې په واسطه له افغانستانه خپلو هېوادونو ته ستانه کړي چې دوی د خپلو ملګرو په وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړی وي
Comments are closed.