The news is by your side.

بلوڅ مجاهدینو بیا پاکستاني پوځیان له پښو غورځولي

خبریال وېبپاڼه/ بلوچ جنګیالیو تېره ورځ د بلوچستان د ګېچ په دوکوپ سیمې کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستې برید کړی، چې درې تنه یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د بلوچستان د ازادي غوښتونکې ډلې ویاند میجر ګهرام بلوچ سیحون نیوز ته ویلي، چې تېره ورځ د دوی جنګیالیو د خپل انتقام اخیستو په موخه په پاکستاني پوستې برید کړی.
نوموړي ویلي، یادو پوځیانو له څه مودې راهیسې په یاده سیمه کې پر مېرمنو او ماشومانو تېری کولو.
دغه راز د یادې ډلې مشر الله نظر بلوچ ویلي، چې د پاکستاني پوځیانو له لوري د بلوچ ځوانانو برمته کول اوج ته رسیدلي دي.
نوموړي ویلي، چې پاکستاني پوځیانو بلوچستان د بلوچانو په هدیره بدل کړی او هره ورځ په کې لسګونه بلوچان وژني.
نظر بلوچ زیاته کړې، چې پاکستاني پوځیانو دوه ورځې وړاندې دوه بلوچان “پیر داد او بشام” په بې رحمانه ډول وژلي دي.
دغه راز پاکستاني پوځیان پر نهه کلن طلال باندې لومړی جنسي تېری کړی او تر هغه وروسته یې وژلی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، پاکستاني پوځیانو له قلات څخه “بهادر او غلام قادر” هم له ځان سره نامعلوم لور ته وړي دي.
وړمه ورځ هم بلوڅ جنګیالیو د بولان په ماروار سېمې کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستې برید کړی و چې تر درې ساعته محاصرې وروسته یې یاده پوځي پوسته نیولې وه.
په یاد برید کې، ۲۴ پاکستاني پوځيان وژلي او “لانس لائک بلال” په نوم افسر یې ژوندی نیولی و او وروسته له هغې ووژل یې وواژه چې بلوچ قومي جرګې یې د مرګ حکم وکړ.
پر پاکستاني پوځیانو په دې وروستیو کې پر بلوچانو د تاوتریخوالي کچه لوړه کړې، او له سخت ځواب سره مخ شوي دي.
دغه راز پاکستاني پوځیانو په تېره یوه میاشت کې تر شلو ډېر بلوچ ځوانان له ځان سره نامعلوم لوري ته وړي دي.
بلوڅ ملتپالو د ازادۍ د غوښتنې لپاره مبارزه پيل کړې ده او د خپلواک بلوچستان غوښتونکي دي، خو پاکستان بیا نه غواړي چې بلوچستان د یوه خپلواک هېواد بڼه ولري.
همدا ده چې پاکستان وخت ناوخته پر بلوڅانو چاپې اچوي او کسان یې وژني، بندیان کوي او یا یې تري تم کوي.
بلوڅان له دومره ظلمونه سره سره بیا هم کرار نه دي ناست او د پاکستان پر ضد یې خپله مبارزه جاري ساتلې ده، چې تر کومه به دوام ورکړي او څومره به امکان ولري چې بلوچستان ازاد کړي.

Comments are closed.