The news is by your side.

بایډن په هر وخت کې يې روسیې سره دښمني پرځای پاتي ده

خبریال ویب پاڼه/ داسې خبرونه خپاره سول چې بایډن اوپوتین به سره ووینې  خو اوس تازه د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي په هر حالت کې له خپلو متحدینو سره دی او دریځ به یې یو وي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د روسیې په وړاندې د خپلو متحدینو تر څنګ ولاړ دی هغه د روسیې له ولسمشر پوتین سره د لیدنې په هکله خپل دا دریځ تازه کړ او ډاډ يې ورکړ چې دریځ يې هغه دی.

مقاله کې بایډن ویلي که څه هم پوتین سره ګوري خو د روسیې په وړاندې د خپلو متحدینو ترڅنګ دریږي او د ولسواکۍ له ارزښتونو څخه ساتنه کوي، که څه هم د دې دواړو هېوادونو اړیکې خرابې او مشران يې سره مخالف دي خو تمه ده چې دواړه به یو له بل سره وګوري.

د روسیې او امریکا اړیکې

که څه د ټرمپ دوره کې  دواړو هېوادونو نسبآ عادي او ښې اړیکې لرلې خو کله چې بایډن جو بایډن واک ته ورسید نو له روسیې او یو شمېر هېوادونو  څخه یې حسابونه وغوښتل بایډن څو  ځله پر روسیه باندې تور لګولی چې د تیر ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو کې يې لا وهنه کړې او د ډونالډ ټرمپ چې د ده سیال او برحاله ولسمشر وو، په ګټه کار کړی خو روسیې د بایډن دا تورونه رد کړي.

سیالي

که څه دا دواړه هېوادونه یو له بل څخه لیري خو په نړۍ کې موازي سیالي او تقریبا خوله په خوله سره روان دي امریکا کوښښ کوي چې د روسیې  د محدودولو لپاره بندیزونه او داسې تورونه پرې ولګوي  چې د دوی نړیوال باور زیانمن کړي خو بیاهم امریکا روسیه نه ده پرېښې او د ولسواکۍ په نقض کولو یې تورنوي خو روسیې پر ځان ټول لګیدلي تورنه تل رد کړي او نه يې دي منلي.

روسیه او امریکا له ډیره وخته د بد بینیو په پاللو سره یو د بل په وړاندې له هرې لارې چارې کار اخلې یو او بل بد ناموي، ټرمپ د پوتین ملګری بلل کیده او داسې انګیرل کیږي چې بایډن د ټرمپ پر لاره نه دی تللی او غواړي چې روسیه تر خپل لاس لاندې ولري

Comments are closed.