The news is by your side.

د غور شهرک ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې

 

خبریال وېبپاڼه/ وسله‌والو طالبانو په ولسوالیو د بریدونو په دوام دا ځل د غور پر شهرک ولسوالۍ ډله‌ییز برید کړی او دغه ولسوالۍ یې نیولې ده.
د غور والي عبدالظاهر فیض‌زاده رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د ولسوالۍ مسوولین طالبانو ته نه دي تسلیم شوي بلکې د تنګه‌ازو په نوم یوه کلي ته یې شاتګ کړی دی.
د راپورونو له مخې، وسله‌والو طالبانو د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره وړمه شپه په یوې لویې پوستې موټربم برید هم کړی و، چې له کبله یی تر ۱۰ ډېر امنيتي ځواکونه ووژل شول.
په تېرو دوو ورځو کې په شمال کې دا دویمه ولسوالۍ ده چې د طالبانو لاس ته لوېږي. تر دې وړاندې طالبانو د فاریاب قیصار ولسوالۍ سقوط کړې وه.
د ملي فاع وزارت بیا تر اوسه د غور شهرک ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.
وسله‌والو طالبانو وړمه شپه د فاریاب پر قیصار ولسوالۍ هم ډله‌ییز برید کړی وو او لسګونه امنیتي ځواکونو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې وه او ولسوالۍ یې له امنیتي ځواکونو نیولې وه.
د دې جګړې له امله د وسله‌والو له لخوا ۲۰۰۰ کورونه ویجاړ او له سیمې څخه ټولو کورنیو د فاریاب مرکز میمنې ښار ته کوچ کړی دی.
طالبانو یو ځل بیا جګړو ته زور ورکړی دی او په ګڼو ولسوالیو کې دا مهال شدیدې جګړې روانې دي.

سره له دې چې په دوحه کې د سولې خبرو پیل ته بیا هیلې پيدا شوې دي، خو طالبانو د افغانانو د وار وار غوښتنو سربېره بیا هم تاوتریخوالی نه دی کم کړی او د افغانانو او افغان ځوکونو خلاف یې جګړه روانه ساتلې ده.
دغه وضعیت عام افغانان سخت اندېښمن کړي دي او په یو ډول خپل برخلیک تیاره ویني چې د جدي اندېښنې وړ موضوع ده.
حکومت که څه هم خلکو ته اطمینان ورکړی دی چې طالبانو به امنیتي وضعیت له ګواښ سره مخ نه کړي خو له روانې جګړې داسې ښکاري چې وضعیت سم لوري ته نه دی روان.

Comments are closed.