The news is by your side.

تر نیمايي زیات افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري

 

خبریال وېبپاڼه/ د افغان حکومت د معلوماتو له مخې دمګړی د افغانستان ډېری وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي او شاوخوا ۶۰ سلنه وګړي چې ۱۹ میلیونه وګړي کېږي د خوړو خوندیتوب نه لري.
د افغانستان د احصایې ملي ادارې د معلوماتو له مخې دا شمېر وګړي د منځنۍ او ډېرې کچې کالوري او پروټینو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي.
بې وزلي، بېکاري، جګړې، نا امنۍ او وچکالي په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب نشتوالي بنسټيز لاملونه یادېږي.
د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، دولت هڅه کوي چې د ملي پروګرامونو په مخته وړلو سره د خوړو د خوندیتوب نشتوالي کچه راټيټه کړي.
تر دې وړاندې نړیوالو موسسو هم ویلي وو چې افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي او په دې برخه کې بېړنیو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
که څه هم د خوړو د خوندیتوب په برخه کې افغان حکومت او نړۍوالو ګڼې پروژې عملي کړې دي، خو تر اوسه پورې یې داسې نتیجه نه ده ورکړې چې د خوړو د خوندیتوب کچه را ټیټه کړي.
اکثره پروژې په نمایشي توګه عملي شوې دي او یا د کاغذ په مخ پاتې شوې دي.
پراخ فساد، د پروژو کیفیت ته نه پاملرنه، بیکاري او یو شمېر نور هغه عوامل دي چې د خوړو د خوندیتوب مخه یې نیولې ده.
څه باید وشي؟
په لوی سر کې خو پکار دا ده چې د سولې له لارې نور په هېواد کې د ټولو بدبختیو ټغر ټول شي او په هره برخه کې پرمختګ او هوسايي ته زمینه مساعده شي.
تر سولې وروسته باید د بېکارۍ کچه د ټیټوالي لپاره موثر پروګرامونه عملي شي، څو خلک حد اقل یوه ګوله ډوډۍ ولري چې شپه او ورځ پرې سبا کړي.
دا اوس تر نیمايي زیات خلک تر فقر کرښې لاندې ژوند کوي چې پایله یې خوارځواکي ګرځي.

Comments are closed.