پر مور د هيڅ بلا زور نه رسېږي/ سيد شاه

تورلېنګی پېری ولاړ دی، توره ککرۍ يې سپينه رڼا کوي او اغوستی واسکټ پکې پردی ښکاري.‌

شاوخوا د تورلېنګي سپي څوس کاږي، کله پرتې کونډې ته غاپي، کله يې ترې راتاو يتيمانو ته!

تورلېنګی چاړه د پرتې مور پر تشې خښه کړي، اولادو ته يې داړې سپينې ونيسي، هغوی بيا چيغې ووهي، خو د سوځېدلي پېري په خندا بېرته قرارې شي.

چاغ سپی د ادې د لاس ګوتې په غاښ کړي، بيا تر څه وخته ادې او تر ډېره يې يتيمان بغارې وهي.

تورلېنګی، سپين غاښی پېری د پرتې ښځې مرۍ ته چاړه په هوا اړوي، د ماشومانو يې د حلالېدو له ډاره، کوکو بيا کلی په سر اخيستی.

سپي د لکړې تر شا، ځنګېدلي را روان سپين‌ږيري ته لار ورپرېږدي، ماشومان يې د بيټ نيکه خوا ته، خوشحاله ورګوري، لږ وروسته د ورغلو ماشومانو سرونه د نېکه پر ځيګر لګېږي.‌

نيکه د لمسيو چيغو له درانه خوبه را کښېنولی، په سر کې غوسه ورغلې، خو اوس يې ترخې خبرې هم په خوږو اوړي.

نيکه وايي، پر ناوکۍ همېشه دغه حمله راځي، لږ به لا بې‌سده پرته وي، اتي خپله راپورته کېږي.

د نيکه په خبره، په ادې پسې يې خپله ځواني اور ده، وروستی وار د شنو سترګو نظر وهلې ده او تور پېری بيا د شين سترګي جوګي په هوده تړلی.

نيکه يو په پل پسې د خوشحال، ميرويس او احمد شاه زامنو نومونه اخلي چې را پر لار دي او ماشومانو ته غلي وايي، چې څوک دې نه خبروي، چې تورلېنګی پېری و نه تښتي. 

نيکه وايي، زړه مه ورته خورئ، پر اريانا د غزني د اولاياوو، د کندهار د باباګانو او د مزار د منجور نظر دی، تورې بلاوې اخير ځنې په تېښته شي، زور به يې اوس تر تورلېنګي وځي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More