The news is by your side.

پاکستاني لوړ پوړي پلاوي؛ هند ته د تګ تکل کړی

خبریال وېبپاڼه: ټاکل شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو به په راتلونکې می میاشت کې د هند په کوربه توب د شانګهای په غونډه کې ګډون وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ ویلي، چې دا ناسته د می په څلورمه او پنځمه نېټه د هند په ګوا کې جوړیږي چې بلاول بوټو به هم د یو پلاوي په مشرۍ په کې ګډون وکړي.
له شاوخوا لس کاله وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هند ته سفر کوي.
تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو د هند په کوربه توب په یو شمېر جوړېدونکو غونډو کې په انلاین بڼه برخه اخېستله.
د بلوچ د معلوماتو له مخې، نوموړی د خپل هندي سیال په رسمي بلنه په یاده ناسته کې برخه اخلي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلو اړیکو په درشل کې د بلاول بوټو دا سفر تر ټولو مهم سفر بلل کېږي.

Comments are closed.