The news is by your side.

د بشر حقونو کمېسیون: آمینه محمد دې د خپلو څرګندونو بښنه وغواړي

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د طالبانو د رسمیت په اړه د رای ورکولو د غونډې د ترسره کولو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا څرګندونې د ښځو ارادې ته سپکاوی دی.

دغه کمیسیون د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، “یوه ډله چې د ملي مشروعیت له نشتوالي سره مخ ده او له دیموکراتیکو ارزښتونو او د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې ده، څنګه کولای شي د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژندل شي؟

په دې اعلامیه کې راغلي: “د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له مېرمن آمنه محمد څخه غواړي چې د افغانستان د خلکو د قربانیانو له کورنیو او په تېره بیا د بشري حقونو له فعالانو او بې ګناه ښځو څخه چې دا مهال د طالبانو د وحشت په خونو کې دي، بخښنه وغواړي .

دغه کمیسیون د اغلې محمد وروستۍ څرګندونې د هغو زرګونو بې ګناه قربانیانو وینې ته سپکاوی بولي چې د طالبانو د شکنجو او ډزو له امله وژل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د مرستیال څرګندونو په میلیونونو افغانان مایوسه کړي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون همداراز ویلي: «د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دا څرګندونې د هغو ښځو ارادې ته سپکاوی ګڼي چې د خپلو اساسي بشري حقونو د تر لاسه کولو لپاره په کابل او ولایتونو کې لاریونونه کوي او په بې رحمۍ سره د طالبانو لخوا ذلیل او ذهني شکنجه کیږي.”

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د امینه محمد پر وروستۍ څرګندونې نیوکه کوي، چې د امریکا د پرنسټن پوهنتون په یوه غونډه کې یې ویلي، چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره به له دې ډلې سره حساب کتاب وشي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په ګډون یوه غونډه د مې په لومړۍ او دوهمه نیټه په قطر کې جوړه شي.

Comments are closed.

koi finance