The news is by your side.

د خبریال وېبپاڼې وېډیويي برخه

خبریال وېبپاڼه له نړۍ سره هم مهاله قدم پر قدم اوس خپلو مینه والو ته د لیکلو خبرونو سره هم مهاله انځوریز یعني ویډیويي خبرونه هم ورکوي .‌

د وېډیو دا ځانګړې خپرونې د افغانستان او د نړۍ له لر اوبر نه د خبریال وېبپاڼې د وېډیو برخي همکاران ستاسو لپاره راغونډوي‌ او زموږ هڅه داده چې دا ډول خبرونه تر تاسو ورسوو.

د خبریال وېبپاڼې د وېډیو برخې ټول خبرونه ؛ مرکې ، راپورونه او بیلا بېلي وېډیو ګانې تاسو دلته په کلیک کولو موندلای شئ .

youtube.com/khabarialNews

هم دا راز که غواړئ‌ زموږ له خپرونو خوند واخلئ او زموږ خپرونې وګورئ نو زموږ یوټیوب چېنل سبسکرایب کړئ .‌

دا کار تاسو تر نورو اول زموږ په نشراتو خپروياو هم داراز ستاسو ګډون زموږ د افتخار سبب ګرزي .‌

خبريال ویبپاڼه په پښتو ژبه ليکلې، تصويري( ويډيواو عکس) اوپه غږ ( آډيو) کې خپرونې لري.  دافغانستان اونړۍ خبرونه، تبصرې، مرکې او رپورټونه په بې پرې توگه خپروي.  خبريال يوه ناپيلې اداره ده چې مرکزي دفتر يې په لندن کې دی، او څانگې يې د افغانستان په ټولو لويو ولايتونواو په پيښور او کويټه کې فعالې دي.  خبریال ویبپاڼه خپلولوستونکو ته څلیرویشت ساعته اود اونۍ اووه  ورځي تازه خبرونه خپروي ، او هڅه يې دا وي چې د پيښوپه اړه چټک خبرونه تر هر چا له وړاندې خپاره کړي. ددې ټولې خپرونې د يوې ډلې مسلکي ژورنالسټانواو ليکوالانوپررضاکارانه ونډې اوگډون پر مټ جوړيږي اوهيڅوک ورسره مالي مرسته نه کوي.

ددې ادارې مهم هدفونه دا دي.

۱.  د انټرنيټ د لارې د افغانستان ، نړۍ او د گاونډيو هيوادونو په اړه تازه او بې پرې خبرونه خپرول.

۲.  دنوي ميډيا او د ټيکنالوجي د لارې پښتو ژبې ته وده ورکول.

۳.  هغه تبصرې چې د ژورنالزم په دريو اصولو، حقايق، توازن اوبې پرېتوب ولاړ وي، خپرول.

۴.  د پښتوژبې دليکوالانونوې علمي څيړنې او په زړه پورې ليکنې خپرول.

۵.  په پښتوژبې کې د نويو ليکونکو او ژورنالستانو تشويق او دوی ته موقع ورکول چې خپلې ليکنې په خبريال کې خپرې کړي.

۶. د علمي ليکنو د لارې په پښتو ژبې کې دولوستونکود پوهاوي لارې پرانستل.

 ۷. د روانو پيښو په اړه تحليل اود هرې غاړې نظرخپرول ( چې د چا توهين پکې نه وي شوی)

۸.  د پښتنود دود او کلتور ته د درناوي سره سره دعصري نړۍ نويو مفکورو ته ځای ورکول.

۹.  د وگړو د زهن د روښانه کولو لپاره د پوښتنو او د دلايلو کلتور ته وده ورکول.

۱۰.  د جنگ او جگړې پر ځای د جرگو مرکودود ته درناوی کول.

درنو لیکوالو ته دخبریال ډاټ کام ادارې ځانګړې خبرتیا !

خبریال ویبپاڼې اداره خپلو لوستونکو ، لیدونکو ، مینه والو او په ځانګړي ډول ټولو پښتنو لیکوالو ته په ډېر درنښت خبر ورکوي چې په افغانستان کې په جګړه بوختو ځینو دجاسوسي ادارو په مستعارو نومونو دپښتنو دمشرانو دبې پته کولو لپاره په پښتو ژبه واکمن کسان په دندو ګومارلي دي . خبریال ویبپاڼې ته رارسېدلي معلومات ښيي چې دا کسان به په افغانستان کې دپښتني سیاست والو، لیکوالو، ژورنالیسټانو ، لوړپوړو حکومتي مامورینو او هم دا راز پښتني څېرو دبدنامه ولو لپاره کار او هڅه کوي. دوی به خپلې لیکنې دپښتو رسنیو له لاري خپروي ، څو وکولای شي خپلو شومو اهدافو ته ځانونه ورسوي .

دا چې موږ په دغه لویه او ستره ګناه کې شامل نشو او دخپلي ژبي او ولس سره مو خیانت نه وي کړی ، دخبریال ادارې پرېکړه کړې چې دهیڅ یوه هغه لیکوال لیکنه نه خپروي چې بشپړ هویت یې معلوم نه وي .

هیله ده دخبریال ویبپاڼې دادارې دا پرېکړه هغه افغان لیکوال هم نا هیلي نکړي چې په مستعارو نومونو لیکنې کوي‌.

هغه لیکوال چې دځینو ستونزو له کبله خپل هویت نه ښيي ، کولای شي‌ چې دخبریال ادارې ته ځان وروپېژني او بیا په مستعار نوم لیکنې وکړي‌. ددوی هویت به دتل لپاره خوندي او دخبریال له ادارې سره امانت وي .

موږ دا ژمنه کوو چې دهیڅ ډول فشار په وړاندي به دهغه لیکوال هویت ښکاره نکړو چې اداره یې پېژني او هغه کس نه غواړي چې نورو ته وروپېژندل شي .

زموږ هیله داده چې په افغانستان کې دیوه بې پرې او ریښتوني ژورنالیزم په وړاندي به دخبریال ویبپاڼې دا ګام تاسو هم راسره بدرګه کړئ او په خپل هیواد کې به دبیان ریښتونې آزادي ته دلاري په هوارولو ، خپل قام ، ولس او ژبي ته دکار کولو په موخه زموږ مرسته او ملاتړ وکړئ .

له نورو برېښنا پانو او رسنیو نه هم دورته ګام داخیستلو غوښتنه کوو.

په درنښت

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.