The news is by your side.

د پنجاب اسمبلۍ غړی شوکت چېمه کرونا ویرس هلاک کړ

خبریال وېبپاڼه د پاکستان د پنجاب ایالت د صوبايي اسمبلۍ غړی شوکت چېمه د کرونا وایرس له کبله هلاک شو.

نوموړی د پنجاب اصمبلۍ غړی او د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې سیاست وال وو.‌ شوکت چېمه چې په پنجاب کې په مشهور شخصیت وو؛ او د سیاست په ډګر کې وتلی نوم لاره .‌

د پاکستان د مسلم لیګ ن مشر نوازشریف دا د پاکستان لپاره یو دردونکی خبر بللی دی .

په په پاکستان کې د کرونا ناروغي په زبردسته چټکۍ خورېږي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ناروغي‌ 4000 زیات کسان ککړ شوي دي .

په پاکستان کې ټول ټال 84,907 کرونا وایرس نیولي‌ او ټول ټال یې 1,766 هلاک کړي ‌دي .

کرونا چې د نړۍ تر نېژدې هره هیواده یې ځان رسولی اوس په ټوله دنیا کې تر شپږ نیم میلینو 6,551,376 کسان نیولي‌ او ټول ټال یې ددغه راپ،ر د لیکلو تر وخته 386,196 کسان وژلي‌دي .

امریکا د کرونا د تلفاتو لمړنی هیواد دی ؛‌ خو بریتانیا چې تر امریکا یې نفوس کم دی تلفات یې (۴۰) زرو ته رسېدلي دي .

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بریتانیا کې (۳۵۹) کسانو د کرونا ناروغي له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی .

په سیمه کې اوس تر چین را وروسته ډېر ځپل شوی هیود پاکستان دی ، خو په افغانستان کې هم کرونا وایرس ډېر په چټکي‌پر مخ روان دی .

تېره ورځ کرونا وایرس په افغانستان کې د کندز ولایت د پولیسو لوړرتبه افس شهید کړ او په افغانستان کې ګڼ نور کسان هم په کرونا وژل شوي‌دي .

که چېرته حکومت د کرونا ناروغي ستونزې ته جدي پاملرنه ونه کړي ؛ ښايي په افغانستان کې تلفات نور هم زیات شي .

په افغانستان کې ډېری خلک د کرونا ناروغي په مړینه شرمېږي او د کرونا د وژل شویو کسانو مړو ته (دورپېښي ناروغي له کبله ) د مرګ نوم ورکوي .

که په افغانستان کې ټیسټونه زیات نه کړل شي او د ډاکترانو سپارښتنو ته پاملرنه ونه شي‌ښايي حالات لا نور خراب شي .‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.