The news is by your side.

د سولې اوسنۍ لويې جرګې حقوقي حيثيت

خبریال وېب پاڼه/ له سريزي تېرېږم، نېغ هغه لاملونه په ګوته کوم چي له کبله يې ما د سولي په مشورتي لويه جرګه ګي ګډون و نه کړ.

لومړى: د جګړې جرړه موندل

له آره په دې باور يم چي “له پاکستان سره له جګړې پرته هره رښته د غندلو ده”. ځکه د دې جنګ ګټل زموږ د ملت د بقا په مانا دى. په روانه شل کلنه جګړه کي پاکستان اصل او طالب وسيله ده چي په تېره نيمه پېړۍ کي پاکستان درې ځلي همدا وسايل بدل را بدل کړل چي په راتلونکي کي به هم دا لوبه تکراروي. په تېره جرګه کي په دې اړه خبري وشوې

دويم: د جرګې واک و ځواک

د آردوى (اساسي قانون) د شپږم څپرکي او 110مې مادې له مخي په سياسي دريځي کي “لويه جرګه د افغانستان د خلګو د ارادې تر ټولو ستر مظهر دى.” نو؛ مظهر “پرېکنده يا فيصله کوونکى” وي نه “مشورتي”. روانه جرګه د لويي جرګې له نېچر او همدارنګه له اساسي قانون سره په ټکر کي ده.

درېيم: د جرګې جوړښت

د آردوى (اساسي قانون) په 110مه کي د جرګې جوړښت په لاندې ډول پېژندل شوى دى:

ټوله ملي شورا (د ولسي جرګې 249 + مشرانو جرګې 102 غړي)، د 34 ولايتونو د ولايتي شوراګانو مشران، او د 395 ولسواليو د ولسواليو شوراګانو مشران چي دا ټولټال 780 تنه کېږي او د آردوى له مخي د لويي جرګې د ملاتير ور جوړوي. اوس ملي شورا رخصت ده مانا برخه نه اخلي او د ولسواليو شوراګانو نشته/ ټاکني نه دي شوې.

پايله: له قانوني اړخه جرګه نيمګړې ده او پرېکړه نه شي کولى.

څلورم: تکراري بېلبره

په تېره جرګه کي د بنديانو بېلبره (موضوع) د اجنډا غټه برخه وه او جرګوالو حکومت ته خپل تفصيلي نظر وړاندې کړ. نو دې جرګې ته اړتيا نه وه؟

پينځم: تېري جرګې ته ارزښت او درناوى

تېر کال حکومت ويل چي د سولي لويه جرګه به د سولې په پروسه کي د اصلي پلټفارم په توګه کارېږي خو له بده مرغه د هغې جرګې هر څه په سيند لاهو شول. نو د دې جرګې د پرېکړي/مشورې ضمانت څوک کوي؟

شپږم: د مجرمينو مهموالى او شمېر

چي انس حقاني له بنده ازادېږي او 4500 ملي مجرمان بې نړېوال ضمانته خوشي کېږي نو د 400 کسانو پرېښودل غټه خبره ده؟ غټه په دې مانا چي دوى تر انس حقاني لوى مجرمين دي؟ نه، په هيڅ توګه نه

انګېرم چي ولسمشر له تاريخي شرمه د خلاصون لپاره ځان ته د خټو پزه جوړوي.

اووم: د مالي لګښت اړخ

له غريب ملته 330 ميليونه افغانۍ چي 170 ښوونځي پرې جوړېداى شي؛ تروړل/بې ځايه لګول جفا او ظلم دى. هو، وړم کال د سولي شورا په همدې خېمه کي له ټول هېواده د را غوښتل شوو 3500 دیني علماوو يو ورځنۍ غونډه په شاوخوا 20 میلیونه افغانۍ ترسره کړه. هر دیني عالم ته يې د ولایت واټن ته په کتو؛ پينځه، لس او شل زره افغانۍ د تګ راتګ خرڅ هم ورکړ. حکومت وايي چي د سولي شورا دوې ورځي ده مانا اصلاً 40 ميليونه لګښت پرې راځي نه کابو لس چنده ياني 330 ميليونه.

ليکوال: ډاکټر ظهير

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.