The news is by your side.

خلیلزاد وروستۍ جګړې سولې ته ګواښ دی

خبریال ویبپاڼه/ افغان سولې لپاره د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان کې وروستیو جګړو ته په اشارې ویلي چې له طالبانو سره د سویو ژمنو په هکله اقدامات کیږي له سره تنظمیږي

تازه طالبانو د نورو ولایتو ترڅنګ هلمند کې سختې جګړې کړې چې پر مهال يې زرګونه خلک بې کوره کړي او زیات شمېر يې د سولې په هکله شک کې اچولي

خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د جګړو کچه خورا لوړه سوې او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان سکاټ میلر له طالبانو سره په څو غونډو کې د امریکا او طالباو ترمنځ د موافقې پر موادو عمل او د منلو اقدامات له باید له سره تنظیم سي

په ورته مهال د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له خلیلزاد سره د افغانستان د وروستیو حالاتو په ږغیدلی

د امریکا او طالبانو د توافق له مخې چې دوی به پر لویو ښارونو بریدونه نکوي ژمنه سوې خو کله چې د تیري یک شنبې ورځې را په دې خوا د افغانستان هلمند ولایت کې جګړو زور واخیست نو ورسره هممهاله یو شمېر غبرګونونو هم را پورته سوه او ان  په دې ولایت کې امریکايي ځواکنو د طالبانو پر هدفونو بریدونه وکړل

هغه مهال افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو  قوماندان سکاټ میلر له طالبانو د بریدونو د کمښت غوښتنه وکړه د هلمند ولایت په جګړو کې سلګونه طالبان ووژل سول چې د ډیری شمېر جنازي يې پاکستان ته ولیږدول سوې او یو شمېر طالب سرچینو وویل چې د کویټې روغتونونه د طالب ټپیانو څخه ډک دي

د هلمند جګړه چې ډیر زیان یې ملکیانو ته رسیدلی او شاوخوا پنځه زره کورنۍ خپل  کور پرېښودلو ته اړې سوې د بښنې نړیوال سازمان د هلمند د جګړې منځ کې د ګیرو ملکي وګړو پر حالت اندېښنه ښودلې او غوښتنه يې کړې چې باید د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه وسي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.