The news is by your side.

د کعبې امام: اسلام د سولي او ټيکاو دين دی دطالبانو کړنې د اسلام له دايري وتلي

خبريال ويبپاڼه /د کعبې او مسجد الحرام امام شیخ خالد الغامدي په يوه نوي بيان کې داعش او طالبان خوارج بللي او دغه ډلي يې د اسلام له دايرې وتلي بللي دي.

د کعبې او مسجد الحرام امام شیخ خالد الغامدي ويلي چې طالبان او داعش چې کوم کارونه تر سره کوي دا په اسلام کې نشته بلکي دا د دوی خپلي کړني دي.
ښاغلي الغامدي طالبان او داعش تورن کړل چې د اسلام له نامه څخه ناوړه ګټه اخلي ، دا ډلې په خپلو کړنو سره د اسلام مقدس ته توهين کوي.

د کعبې او مسجد الحرام امام شیخ خالد الغامدي د داعش او طالب ډلې يې د اسلام په نامه سخت توندلاري بللي او ویلي یې دي چې دا ډلې د اسلام له اصل څخه بهر دي. هغه وویل چې طالبان او داعش د قران له ایتونو سرغړونه کوي او د دوی د عقایدو ته په کتو ويلای شو همغه خوارجو ته ورته دي چې د اسلام د څلورم خلیفه په وخت کې کې راپيدا او د خپلو سیاسي اهدافو لپاره يې د قران کریم آیتونه غلط تفسیر کړي وو او اسلام يې د خپلو ګټو لپاره کاروه.

هيره دي نه وي چې افغانستان کې عام اففانان هم له طالبانو. سخت په تنګ دي په ځلونو.، ځلونو يې ددې ډلې په وړاندي پاڅون هم کړی دی.

بايد وويل چې داعش او طالبانو په روانه جګړه کې بې شميره داسي جرمونه تر سره کړي چې نړيوال جنايت بلل کيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.