The news is by your side.

هلمند کې۱۴ هلاک شوي پاکستاني پوځیان ګوادر ته انتقال شول

خبریال وېب پاڼه ـ پاکستانی پوځ او د بلوچستان امنتي چارواکي وايي چې دا پوځیان په ګوادر کې ساحلي ښار کې د يوې چادونې په ترڅ کې هلاک شوي؛ خو بلوچستان ايالت ګوادر سيمه کې د خير بخش ميري په نامه د بلوڅانو يوه مشر خبريال ويبپاڼې ته د ټليفون په کرښه وويل چې په ګودار ښار کې هيڅ چاودنه نه دي شوي. بلکي مړي او ټپيان چې ګوادر ته راوړل شوي ټول د افغانستان د جنګ څخه را وړل شوي دي.

هيره دي نه وي چې تر (۱۰) زیات ټپیان هم ګوادر ته د افغانستان د نیمروز ولایت له لارې انتقال شوي دي.
پاکستاني چارواکي نه مني چې پوځیان یې د طالبانو په ملاتړ هلمند ولایت ته تللي وو بلکې دوی دا برید د (براس) په نوم تنظیم له لوري بولي.

هيره دي نه وي چې دې ورته پښته د کرښي هغې غاړي جنوبي وزيرستان په شکتوي تحصيل کې هم رامنځته شوه. هلته هم د هلمند له جګړې د يوه پوځي افسر په ګډون ۷ پاکستان پوځيان وړل شوي وو.
چې د هغه ځای چاروکو هم ورته خبره رسنيو تهذکړي ووه. پاکستاني چارواکو رسنيو تهذوويلي وو چې ياد پوځيان ډيورنډ کرښي ته څيرمه د پاکستاني طالبانو په يوه بريد کې هلاک شوي دي.

بايد وويل شي چې د هلمند له جکړي نه يږازي دا چې پاکستان ته تر ۱۶۵ زيات جسدونه وړل شوي بلکي تر ۲۰۰ زيات طالبان او پاکستاني مليشې چې سخت ټپيان شوي وو پاکستان ته انتقال شوي دي.

اوس هم د کوټي په ډيرو روغتونو ، جيلاني روغتون، همدردر روغتون، امحدا روغتون او اکرم هسپتال کې تر درماني لاندي دي.

په افغانستان کې ميشتت سياسي شنونکی ځواک لغمانی بيا وايې چې پاکستانې چارواکي ځکه د خپلو پوځيانو د وژل کيدو. لپاره دکرښي هغې غاړې چادونې کوي. ځکه په دې سره غواړي هغه خلک وځپي چې د پاکستاني پوځ خلاف دي.
او بل غواړي خپله مداخله په افغانستان کې پټه کړي.
پاکستاني چارواکو غواړي هسي يوه چادونه وکړي تر څو د هلاک شوو پوځيانو کورنيو ته يو دليل وړاندي کړي چې زامن يې په فلانکۍ چادونه کې ووژل شول.

د ځواک لغماني په خبره چې کره شواهد او ويډوګاني شتون لري چې د هلمند په جکړه کې په سل ګونو پاکستانيان هلاک او ټپيان شول چې هغوی يې اوس پهذيوه اوبله بهانه کورنو ته سپاري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.