هغه سړی چې مار تر مرۍ تیر کړ خو ژوندی پاتي سو

خبریال ویبپاڼه/ یو لوی مار ژوندی سړی تر خپلې مرۍ تیر کړ او هغه په ناڅاپي توګه د وژونکي مار نس ته ولاړی خو بیرته ژوندی وژغول سو، یو ځوان چې د دې خطرناکو ژویو د مینوال په توګه مشهورنه سوی لوی مار تر خپلې مرۍ تیر کړ چې دا  یو له جالب ترینو پیښو څخه شمېرل کیږي

ځوان پاول روزالي چې له کلونو را په دې خوا يي  خپل ځان لپاره طبعي ژوند غوره کړی او له مارانو سره وخت تیروي، او په رضا کاره ډول يې د دې لپاره ځان چمتو کړ چې د لوی مار نس ته ننوزي هغه د دې کار ترسره کولو لپاره ځانګړې جامې واغوتې او له ځان سره یوه کوچنۍ کامره واخیسته دې لوی مار هغه په کامله توګه له مرۍ تیر کړ او نس ته يې شوه کړ خو ناڅاپي سړی ژوندی پاتي سو

پاول روز ته ماران خورا په زړه پوري وو، او خپل ټول ژوند يې د مارانو برخه کې تحقیق او مستندو واقعاتو ته ځانګړی کړی وو، او دايي یو ارمان وو چې یوه ورځ د مار نس ته ننوزي  هغه وو دا ارمان يې پوره سو او مار له مرۍ څخه تیر کړ خو بخت د لته ورسره یاري وکړه چې ژوندی پاتي سو

پاول روزالي
پاول روزالي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More