The news is by your side.

هلمند کې د وضعیت د کنټرول لپاره لا هم د افغان ځواکونو عملیات روان دي

خبریال وېب پاڼه/ هلمند کې د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه لا هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات روان دي.

هلمند کې له یوې اوونۍ را هیسې سختې جګړې سره د هلمند والي یاسین خان ویلي، طالبان د بهرنیو جنګیالیو په مرسته او همکاري پر هلمند بریدونه کوي.

د هلمند والي زیاته کړې، طالبانو د خپل واک لاندې سیمو کې بهرنیو جنګیالو ته پناه ورکړې او د جګړې په ډګر کې له دوی سره مرسته کوي، طالبانو ته نظامي او پوځي روزنه ورکوي او په جګړه اییزو مهماتو او ماینونو جوړولو کې له طالبانو سره مرستې او همکاري کوي.

په هلمند کې له طالبانو سره القاعده، جېش محمد، لشکر طیبه او د منځنۍ آسیا نورې ترهګریزې ډلې چې پخوا یې هم ورسره په درنو بریدونو کې برخه اخیسته، اوس هم د هلمند په جګړو کې له طالبانو سره برخه اخلي.

په هلمند کې د یوې اوونۍ په سختو بریدونو کې د طالبانو د مهمو غړو په ګډون له ٣٠٠ زیات طالبان وژل شوي دي او له ١٠٠ ډېرې جنازې چې پاکستاني اتباع او پنجابي جنګیالي وو، پاکستان ته انتقال شوي او ټپیان یې هم د پاکستان په لسګونو روغتونونو کې درملنې ته پراته دي، خو طالبان له دوی سره په جګړه کې د هر ډول بهرنیو جنګیالیو همکارۍ ردوي.

تازه د هلمند ناوې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو یوې پوستې سقوط کړی او اوس مهال په یاده ولسوالۍ کې او د ٦٠١ شهرا خلاصولو لپاره د افغان ځواکونو عملیات هم روان دي، د بولان او بشران سیمو لا تر اوسه کې د ځواکونو عملیات نه دي پیل شوي.

د هلمند امنیتي سرچینې په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو له پرمختګ او برلاسۍ خبر ورکوي او وایي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ٤٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.