د غني، اجمل اساسي قانون ته سپکاوی او پښتو سره دښمني پیل کړې

خبریال ویب پاڼه/ له لویه سره هم د افغانستان په تاریخ کې داسې څوک له جمل احمدي چې تر اوسه یې هویت او هیڅ هم مالوم نه دي نه دی پیدا شوی خو اوس دې کس د اساسي قانون ښکاره سپکاوی کړی او پښو ژبې سره یې دښمني را اخیستې.

په یوه مکتوب کې ښکاري چې د اجمل احمدي په مشري د دې بانګ د حقوقي چارو امریت ټولو څانګو ته رسمي لارښوونه کړې چې د ۲۰۲۰ جینوا کنفرانس د پریکړو تحقق عملي پلانونه او ټول سندونه دي په درې او انګلیسي ژبو فارمټ کې جوړ شي.

جزیات وايي چې په دې بانګ کې تر دې هم حالت خراب دی او خپلو کارکوونکو ته په شفاهي ډول سره ویل شوي چې: ګزارش ها به زیان پشتو قابل قبول نیست؛؛ ګزارشونه په پښتو ژبه د منلو وړ نه دي.

اجمل احمدي په دې کار سره د افغانستان اساسي قانون او د افغانستان ملي او رسمي ژبې ته په ښکاره ډول سره سپکاوی کړی او تر دې وړاندې هم پر دې کس د ورته خبرونو او تبعیضونو راپورونه ول چې دولت يې په هکله چپ پاتي دی

د افغانستان د اساسي قانونو د ۱۶ مادې پر اساس پښتو او دري د هېواد رسمي ژبې دي چې له دې څخه لارښوونه کیږي ترڅو په ټولو ادراې او دولتي چارو کې د ژبو توارن او احترام د همدې اساسي قانونو حکم دی چې اوس مهال ورته احمدي سپکاوی کړی.

تراوسه پوري پښتو  ژبه داسې هم پتېل کیږی چې د رسمي ژبې ترڅنګ د هېواد ملي ژبه هم ده خو د افغانستان بانګ د سرپرست له لوري دا له تبعیضه ډګه پریکړه په ښکاره ډول د اساسي قانون د سپکاوي سره سره یوې سترې ژبې چې  میلیونونه ویوونکې لري او لوی قوم  دی د دښمن په معنی ده

اوس چې د ولسمشر مورنۍ ژبه هم پښتو ده خو احمدي د هغه نازولی دی ولس ته ځواب ورکوي او احمدي به څوک پر دې غیري قانوني او توهین څخه ډکې کړنې له خاطره تر غاړه ونیسي داسې هیڅوک هم نشته ځکه تراوسه احمدي په غیري قانوني ډول سره پرچوکۍ ناست او د یوې مهمې ادارې چارې مخ ته وړي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More