شمالي وزیستان کې پر پاکستان عسکرو زبردست ګذار

خبریال ویب پاڼه/ د خیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان سیمه کې پر پاکستاني عسکرو باندې خوندور کار شوی دوی خپله مني چې مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

د پولیسو یوه افسر تاید کړې چې تیره شپه د تیارزه خیسرو سیمه کې د دوی پر عسکرو وسلوالو کسانو زرور برید وکړ چې په پایله کې يې شپږو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

مالومات وايي چې وژل شوي اوژوبل کسان د پاکستان د ایف سي ځواک غړي چې درې عسکر هلاک او درې نور مرګوني ژوبل شوي دي او ښايي د سختو ټپونو له امله هغوی هم هلاک شي.

د پآکستاني عسکرو دا افسر وايي چې د وسلوالو له لوري برید خونړی وو،او شاوخوا درې ساعته یې دوام کړی او د دوی وارخطا عسکرو ته يې یاده مرګ ژوبله واړوله

که څه د دې پیښي مسؤلیت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی خو په دې سیمه کې د تحریک طالبان جنګیالي فعاله دي او ډیر وخت پر پاکستانی عسکرو باندې بریدونه کوي.

دا برید پر داسې مهال کیږی چې د محکوم بلوچستان په کیچ سیمه کې هم بلوڅ ملتپالو د پاکستاني عسکرو کډې له ژونده بار کړې دي

بلوڅ ملتپالو له لوري پر پاکستاني عسکرو یو ځل بیا ناتار جوړ کړی چې زیات شمېر یې په  هلاکت رسولي او ډيری يې له پښو غورځولي دي.

د بلوڅانو لیبریشن فرنټ وسلوالې ډلې چې هیڅ وخت يې پاکستاني عسکر پر کراره نه دي پریښي ویلي چې د محکوم بلوچستان په کیچ سیمه یې د پاکستاني پوځیانو پر موټریز کاروان ناتار جوړ کړی او په جګړه کې يې را ایثار کړی دی.

که څه هم دوی د پاکستانیو عسکرو د هلاکت په هکله کره شمېره نه کړه څرګنده خو ویې ویل چې دوه موټرونه او څلور موټر سیکلونه د جګړې په ترڅ کې له عسکرو سره یوځای له منځه تللي دي.

مالومات وايي چې بلوڅ مجاهدینو د پاکستانیو عسکرو موټرونه او موټر سیکلونه هغه وخت په نښه کړل چې دوی په سیمه کې ګزمه کوله او مجاهدینو پرې را باندې کړل مړه خو ولاړل خو ژوندیو په تیښته ځان خلاص کړ.

ویل کیږی چې په سیمه کې د دریو پآکستاني عسکرو خراب جسدونه هم پاتي دي او ژوبل عسکر د چورلکې په وسیه له سیمې څخه پورته شوي دي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More