روان ناورين، آيا موږ ګنهګار يو؟

خبريال ويب پاڼه/ افغانستان له يوه سحت ناورين سره مخ دی له يوې خوا روانه جګړه د افغانانو ژوند ګواښې له بلې خوا غربت ، بې وزلې د اقليم بدولون د افغانان ژوند له سخت ګړاو سره مخ کړي دي.

آيا په رښتيا هم ګنهګار يو؟  که ګنهګار نه يو نو ولي؟ راباندي قيامت جوړ دی ولي راته اسمان په قهر دی ولي له آسمان څخه را ورېدونکې اوبه بندې شوې او د ځمکې لاندې اوبه ښکته تللې دلته ژورې ژورې څاه گانې وچې شوې دولتي نلونه په څلورمه ورځ خلکو ته اوبه رسوي ځینې خلک دې ته اړ شوي چې د  خپلې اړتیا وړ اوبه د پیسو په بدل کې واخلې.

راځئ چې د اوبو مالک او د ټولو کائیناتو خالق ته زارئ وکړو او بخښنه ترې وغواړو ترڅو له آسمان څخه پر مونږ ورښتونه را ووروي او د ځمکې نه ویالې او چینې را وخټوي، ځمکه سمسوره شې ګلونه را وسپړې د جګړې بلا د سولې په ناوې بدله شې افغانان بيا د يو بابا زامن شي، هيواد مو له امو تر اباسينه يو ځواکمن هيواد شې.

لکه څنگه چې نوح علیه السلام خپل قوم ته ویلې و: فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا. ژباړه:نو ما (دوى ته) وویل: تاسو له خپل رب نه بخښنه وغواړئ بېشكه هغه ډېر بخښونكى دى. يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا هغه به په تاسو له آسمان څخه ورښتونه ووروي وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَارًا او تاسو ته به مالونه او زامن درزیات كړي، او تاسو ته به باغونه پیدا كړي او تاسو ته به ویالې پیدا كړي. مَا لَكُمْ لَا تَرْجُونَ لِلَّهِ وَقَارًا په تاسو څه شوي دي چې د الله لپاره د لويئ عقیده نه ساتئ؟ {نوح ۱۰ ۱۱ ۱۲ ۱۳}

الله تبارکه وتعالی فرمایې: قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَىٰ أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ {الزمر ۵۳} ژباړه: ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده گانو چې خپلو ځانونو سره مو زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه ناامېده كېږئ، بېشكه الله ټول گناهونه بخښي، بېشكه دغه (الله)، ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.

په یوه حدیث مبارک کې راغلې دي عن أبي هريرة -رضي الله عنه-: أن رسول الله -صلی الله عليه وسلم- قال: «ينزلُ ربُّنا تبارك وتعالى كلَّ ليلةٍ إلى السماء الدنيا، حين يبقى ثُلُثُ الليل الآخرُ يقول: «مَن يَدْعُوني، فأستجيبَ له؟ مَن يسألني فأعطيَه؟ مَن يستغفرني فأغفرَ له؟». {متفق علیه} له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: زموږ رب تبارکه و تعالی هره شپه د شپې په دریمه برخه کې د دنیا اسمان ته راښکته کېږي، “څنگه چې د هغه جل جلاله له شانه سره ښایې” او فرمایې: څوک له ما څه دعا غواړې چې قبوله یې کړم؟ څوک له ما څخه څه غواړې چې ور یې کړم؟ څوک له ما څخه بخښنه غواړې چې ویې بخښم؟

د توبې دروازه لا تر اوسه خلاصه ده راځئ چې خپل مالک ته را پورته شو بخښنه ترې وغواړو او د خپل ملت د مظلومیت شکایت ورته وکړو ورته ووايو چې اې ربه ذولجلاله! ستا په نامه دلته خلک وژنې کوي، وينې څښې ، وينې تويوې جومات، ممبر او د اسلام حقه لاره يې بدنامه کړه له اسلام نه يې د وحشت او دهشت دين جوړ کړی هغه اسلام چې د ټول انسانيت لپاره د سکون غيږ ده هغه اسلام چې د نړۍ لپاره د سولې خير او فلاح زيری دی خو نن يې دومره بدنام کړی چې يوازې په همدې نامه وژنې کيږي، د خلکو وينې پرې تويول کيږي له اسلام څخه يې تيره توره جوړه کړي چې زړه يې وغواړي هر څوک پرې حلالولای شي.

له دې چارې د خلاصون لار خدای ته ورګرځيدل دي د الله اکبر چيغه پورته کول دي د واقعي اسلام منل دي.
لکه  څنگه چې له هراته د الله اکبر غږ را پورته شوی او ټول ولس په یو غږ الله اکبر وایې همدا ډول را سره د استغفار غږ غبرگ کړئ ترڅو الغفار رب مو وبخښې او پر مونږ ورښتونه را ووروي او له وچکالۍ څخه مو وژغورې، الرحمن الرحیم الغفار خدای جل جلاله دي زمونږ په گران هېواد افغانستان کې اسلامي نظام قایم او دایم کړي. «رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ» «رَبَّنا ظَلَمْنا أَنْفُسَنا وَ إِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنا وَ تَرْحَمْنا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخسِرِينَ» «لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ» «رَبَّنا لا تُزِغ قُلوبَنا بَعدَ إِذ هَدَيتَنا وَهَب لَنا مِن لَدُنكَ رَحمَةً ۚ إِنَّكَ أَنتَ الوَهّابُ» “ربنا وتقبل دعاء” امین یا رب العالمین.
وصل الله علی خیر خلقه محمد و علی آله وصحبه وسلم… .

ليکواله:  ډيوه عبدالله مومند

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More