جرمن سرتیرو افغانستان کې شل کلن جنګي ماموریت پای ته ورساوه

خبریال ویب پاڼه/ د ناټو چوکاټ کې د الماني سرتیرو شل کلن جنګي ماموریت پای کړ او نن يې وروستی سرتیری هم  له افغانستان څخه ووتی تمه ده چې ټول بهرني سرتیري به د سپټمبر میاشتي تر ۱۱ نېټې له افغانستانه ووزي.

د المان په تاریخ کې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته افغانستان ته راتګ المان لپاره تر ټولو خونړی ماموریت وو، دوی پوره شل کاله په افغانستان کې تیر کړل او نن يې ټول سرتیري ووتل.

دالمان د دفاع وزیر انه ګریت ګرمپ کارنباور وویل له شل کلن ماموریت وروسته زموږ عسکر او عسکرې له افغانستان څخه ووتل او هغوی اوس خپل ټاټوبي ته پر لاره دي

هغې وویل د الماني سرتیرو په وتلو سره یو تاریخي فصل پای ته ورسید او داسې یوه پرلپسې ماموریت د المان پوځ له ننګو سره مخ کړ.

المان په افغانستان کې سلګونه سرتیري درلودل چې ډیری يې د افغانستان په شمال کې میشت ول او هلته يې خپل جنګي ماموریت پر مخ بیوه

المان ويلي له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته دا ماموریت چې پکښي ۵۹ الماني سرتیري یې ووژل د دوی لپاره خونړی ماموریت بلل کیږي پوره ۱۵۰ زره سرتیري افغانستان ته په دوريي شکل افغانستان ته راغلي او د لته یې ماموریت ترسره کړی دی

د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په افغانستان کې وضعیت خورا خراب شوی او ولس اندېښنه لري که چیري حالات همداسې دوام وکړي نو لیري نه ده چې  د زیاتو سیمو د سقوط شاهدان به و اوسو.

په ورته وخت کې بیا یو شمېر رسنیو راپورونه خپاره کړل چې د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاتیږي

یو شمېر بهرنیو رسنیو راپورونه ورکړي چې د امریکا یو شمېر پوځیان ښايي افغانستان کې پاتي شي خو کره نېټه نه ده څرګنده شوې چې دا ځواکونه به تر څه وخته پاتي وي.

د راپورونو پر مټ ویل شوي چې امریکا د خپل سفارت او کابل هوايي ډګر د خوندیتوب لپاره افغانستان کې ۱۰۰۰ تنه عسکر پریږدي چې مسؤلیت به یې د دې ځایونو خوندیتوب وي.

تر دې وړاندې ویل شوي وو، چې  امریکا ۶۵۰ عسکر پریږدي خو دا شمېره اوس ۱۰۰۰تنه ښودل شوې ولې تراوسه پوري پوره مالومات نه شته چې دا به تر کومه حده امکان ولري.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More