هند خپلو اتباعو ته افغانستان کې خبرداری ورکړی

خبریال ویب پاڼه/ د هند ملي امنیت سلاکار دفتر په یوه بیان کې د افغانستان پر راتلوونکې  اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې يې ده چې ورځ تر بلې د دې هېواد امنیت خرابیدونکی دی.

په دې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې میشت هندي وګړي دي خپلو ټولو تدابیرو ته پاملرنه وکړي او خپل ځانونه دي وساتي.

هند هېواد ویلي چې طالبان د خپل نفوس د پراخیدلو په حال کې دي او د ورځو په تیریدلو سره يې تاوتریخوالی زیات کړی دی، له دې سره تر خوا تیره ورځ افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مشر جنرال سکاټ میلر هم د افغانستان پر اوسني امنیت وضعیت اندېښنه ښودلې وه او د سولې کولو ږغ يې کړی وو.

روان حالت

په عمومي ډول یو شمېر ولایتونو کې درنې جګړې او ورسره هممهاله د ولسوالیو سقوط خبرونه هغه څه دي چې په هکله يې اندېښنې ورځ تر بلې د زیاتیدلو په حال  کې دي عام خلک وایي چې دولت دي د حالت د کابو کولو لپاره هرومرو یوڅه وکړي او د نیول شویو ولسوالیو د بیا تر لاسه کولو لپاره هم باید کوم پلان ولري.

حکومت ویلي چې د طالبانو له لوري سقوط شوې ولسوالۍ د لنډ وخت لپاره د طالبانو لاس کې دي او غواړي چې د یوه پلان له مخې ټولې له لاسه وتلې ولسوالۍ بیرته ونیسي.

دوی په تیرو دریو میاشتتو کې د شپږ زره طالبانو د وژلو ادعا هم وکړله او زیاته يې کړه چې پر ضد به یې عملیاتونه دوام ولري

طالبانو بیا د خپل پرمختګ خبرونه خپاره کړي او نژدې هره ورځ د یوې یا دوه ولسوالیو د نیولو راپورونه ورکوي او له دې سره ترخوا د هلمند او غزني په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې درنې جګړې روانې دي چې تراوسه کابو شوې نه دي د ډیری ولایتونو ډيرو مهمو ولسوالیو هم سقوط کړی او دا مهال يې مرکزونو ته خطرونه مواجې دي.

جګړه ښايي تر نورو ولایتونو هم ورسیږي ځکه اوس طالبان په دې تکل دي چې د جګړې له لارې کولای شي چې ځان قدرت ته ورسوي خو د افغان حکومت امریکا او نړیوالې ټولنې له لوري دا یو ناشونی کار بلل شوی دی

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More