افغان حکومت: د طالبانو روانه جګړه د پاکستان ده

خبریال ویب پاڼه/ د افغان حکومت له دې خبرې سره ښايي اوس نړۍ هم همغږې وي ځکه چې پاکستان خبرې یو رقم او عملونه یې بل رقم دي او د طالبانو ملاتړ يې په هر حالت کې کړی دی.

اوس تازه افغان حکومت هم د خپل دریځ له مخې روانه جګړه د طالبانو نه بلکې د پاکستان جګړه بللې او ویلي یې دي چې دا جګړه په حقیقت کې د پاکستان ده.

د افغان حکومت د رسنیو د دفتر مشر دوا خان مینه پال وویل چې پاکستان د طالبانو واکمنول غواړي او روانه جګړه هم د پاکستان جګړه ده او دوی د طالبانو ملاتړي او واکمنیدل يې غواړي.

په دې وروستیو د افغان حکومتي چارواکو له لوري د پاکستان په وړاندې جدي غبرګونونه رامنځ ته کړي چې د ملي امنیت له سلاکاره تر کوچنیو پوړیو پوري د پاکستان ضد خبرې کوي.

نن واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د افغانستان مسله کې د پاکستان له دوه مخیتوب څخه پرده پورته کړه

د امریکا مشهوره ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د افغانستان په وړاندې د پاکستان پر ناسم سیاست انتقاد کړی او په دې هکله یو مطلب خپور کړی دی چې ډیر څه يې پکښي ویلي دي.

دا ورځپاڼه وايي پاکستان له ترهه ګرۍ سره رښتینې مبارزه نه کوي او په دې برخه له دوه مخیتوب او دوه ژبې توب څخه په کار اخیستلو سره غواړي ځان ثابت کړي.

ورځپاڼې په پآکستان کې د ترهه ګرو ډلو روزنځایون، پټن ځایونه او لوی مرکزونه شته چې هیڅ کله يې پر موجودیت ستر ګې نشي پټېدلای او نه هم څو د نه ویلای شي.

سرچینه وايي له دې هرڅه سره سره بیا هم پاکستاني چارواکو پر هرڅه سترګې پټې کړې او یوازي د درواغو ژمنې او نړیوالو ته ځان داسې ښکاره کوي چې دوی افغان سولې ته ژمن دي.

مطلب کاږي دا پاکستان اوږدې ستراتیژيکي ګټې افغانستان کې لري ځکه نو غواړي د دې ګټو د لاس ته را وړلو لپاره له وسلوالو ډلو ملاتړ وکړي.

واشنګټن پوسټ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وروستۍ څرګندونې چې د پاکستان او طالبانو د اړیکو پخلی یې کړی وو، او ويې ویل چې د دې د غړو کورونه پاکستان کې دي او جنازې يې هم  پاکستان کې ترسره کیږي.

مطلب له پاکستانه په ټینګه غواړي چې د افغانستان په برخه کې دي نور له دوه مخیتوبه لاس واخلي او د سولې روانه پروسه کې دي رښتینې همکاري وکړي څو یاد هېواد ته دایمې سوله او ثبات رامنځ ته شي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More