واشنګټن پوسټ: پاکستان دوه مخې او چارواکي يې دروغ وايي

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا مشهوره ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د افغانستان په وړاندې د پاکستان پر ناسم سیاست انتقاد کړی او په دې هکله یو مطلب خپور کړی دی چې ډیر څه يې پکښي ویلي دي.

دا ورځپاڼه وايي پاکستان له ترهه ګرۍ سره رښتینې مبارزه نه کوي او په دې برخه له دوه مخیتوب او دوه ژبې توب څخه په کار اخیستلو سره غواړي ځان ثابت کړي.

ورځپاڼې په پآکستان کې د ترهه ګرو ډلو روزنځایون، پټن ځایونه او لوی مرکزونه شته چې هیڅ کله يې پر موجودیت ستر ګې نشي پټېدلای او نه هم څو د نه ویلای شي.

سرچینه وايي له دې هرڅه سره سره بیا هم پاکستاني چارواکو پر هرڅه سترګې پټې کړې او یوازي د درواغو ژمنې او نړیوالو ته ځان داسې ښکاره کوي چې دوی افغان سولې ته ژمن دي.

مطلب کاږي دا پاکستان اوږدې ستراتیژيکي ګټې افغانستان کې لري ځکه نو غواړي د دې ګټو د لاس ته را وړلو لپاره له وسلوالو ډلو ملاتړ وکړي.

واشنګټن پوسټ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وروستۍ څرګندونې چې د پاکستان او طالبانو د اړیکو پخلی یې کړی وو، او ويې ویل چې د دې د غړو کورونه پاکستان کې دي او جنازې يې هم  پاکستان کې ترسره کیږي.

مطلب له پاکستانه په ټینګه غواړي چې د افغانستان په برخه کې دي نور له دوه مخیتوبه لاس واخلي او د سولې روانه پروسه کې دي رښتینې همکاري وکړي څو یاد هېواد ته دایمې سوله او ثبات رامنځ ته شي.

خو یوه مهمه خبره چې یادونه یې شوې ویل شوي که پاکستان د افغان جګړې په ختمولو کې همکاري ونه کړي نو لیري نه ده چې دا هېواد به هم د افغان جګړې په لمبو کې وسوځیږي.

تراوسه خو پاکستان د هیچا نه ده منلې او نه يې هیڅ یو رښتینې قدم ایښی ځکه چې لاهم د افغان سولې مسله همداسې شاړه پاتي ده او طالبان د هر څه مشوره له پاکستان سره کوي.

پاکستاني چارواکي که څه هم د رښتینې همکارۍ ډاډ ورکوي خو په عمل کې يې لیدل کیږي چې د دې هېواد مشر او کشر درواغ وايي او همدا يې په دې دروغو ګذاره ده

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More