بلوڅانو د پاکستان عسکرو په هلاکت بیا سینې یخې کړې

خبریال ویب پاڼه/ د بلوڅ ملتپالو له لوري پر پاکستاني عسکرو یو ځل بیا ناتار جوړ کړی چې زیات شمېر یې په  هلاکت رسولي او ډيری يې له پښو غورځولي دي.

د بلوڅانو لیبریشن فرنټ وسلوالې ډلې چې هیڅ وخت يې پاکستاني عسکر پر کراره نه دي پریښي ویلي چې د محکوم بلوچستان په کیچ سیمه یې د پاکستاني پوځیانو پر موټریز کاروان ناتار جوړ کړی او په جګړه کې يې را ایثار کړی دی.

که څه هم دوی د پاکستانیو عسکرو د هلاکت په هکله کره شمېره نه کړه څرګنده خو ویې ویل چې دوه موټرونه او څلور موټر سیکلونه د جګړې په ترڅ کې له عسکرو سره یوځای له منځه تللي دي.

مالومات وايي چې بلوڅ مجاهدینو د پاکستانیو عسکرو موټرونه او موټر سیکلونه هغه وخت په نښه کړل چې دوی په سیمه کې ګزمه کوله او مجاهدینو پرې را باندې کړل مړه خو ولاړل خو ژوندیو په تیښته ځان خلاص کړ.

ویل کیږی چې په سیمه کې د دریو پآکستاني عسکرو خراب جسدونه هم پاتي دي او ژوبل عسکر د چورلکې په وسیه له سیمې څخه پورته شوي دي.

په ورته وخت کې بلو څان کرار نه دي کښېنستلي او ویلي يې دي چې د محکوم بلوچستان په یوه بله سیمه مند کې یې هم د پاکستانیو عسکرو خوند ښکار کړی هلاک او له پښتو غورځیدلي دي.

د بلوڅانو له لوري په وړاندې شویو مالوماتو کې راغلي چې ملګرو يې د مند سیمه کې هم خوندور شکار کړی او د پاکستان هغه عسکر چې په سیمه کې د اغزن تار ساتنه کوله په نښه او د دې ځای ساتوونکې په مرګ هلاک کړي دي

د بلوڅ مجاهدینو او تحریک طالبان له لوري په دې وروستیو کې پر پاکستاني عسکرو بریدونه زیات شوي چې پاکستان ورته اندېښنه هم څرګنده کړې ده او په تیره یوه میاشت کې  د پاکستاني عسکرو تلفات په بې سارې ډول سره زیات شوي دي او دا کار یې د اندېښنې وړ بللی دی.

د پاکستان په وړاندې د تحریک طالبان او بلوڅ ملتپالې ډلې ویلي دوی به خپلې وسلوالې مبارزې ته دوام ورکوي او پاکستاني دولت ته به اجازه ورنکړي چې پر کرار باندې ژوند وکړي او مزې وکړي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More