ميلر خپل وتل مجبوريت بللی او افغانان دي خپل کور وساتي

خبريال ويب پاڼه/ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ امريکايي قوماندان جنرال سکاټ ميلر خپلو تازه څرګندونو کې ويلي د افغانستان وضعیت اندېښمنوونکی دی.
هغه د طالبانو وروستيو پرمختګونو ته په اشارې ويلي چې دا په داسې حال کې رامنځ ته شوي چې د امريکايي پوځيانو د وتلو لړۍ پر بشپړيدلو ده.
ميلر زياته کړه.
افغانستان د افغانانو کور دی او د دغه کور ساتنه د افغان ځواکونو مسوولیت دی، چې بايد و يې ساتي.
دا امريکايي قوماندان پر داسې مهال څرګندونې کوي چې تازه په ټول هېواد کې د تاوتريخوالي نوې څپه پيل شوې او نژدې هره ورځ د ولسواليو د سقوط او نیولو راپورونه ورکول کيږي.
افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د جګړو له امله يو زيات شمېر ولسواليو څخه تاکتيکي شاتګونه کړي او ولسوالۍ يې له لاسه ورکړې.
امريکا د نويو ژمنو په کولو سره تيره ورځ اعلان وکړ چې افغان هوايي ځواک ته به څلويښت الوتکې او چورلکې ورکړي او د نورو تجهيزاتو ورکړي ژمنه يي هم کړې ده.
د افغان هوايي ځواک په هکله د نوې پريکړې له مخې ويل شوي چې نور به چورلکې او الوتکې يوازي د پوځيانو خدمت کې وي.
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي طالبانو ته ماتې ورکوو، او همدا يې لومړيتوب دی ځکه نو لومړی اقدام یې دا دی چې له دې وروسته به د پوځ الوتکې یوازي د پوځیانو خدمت کې وي.
ښاغلي امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه باندې لیکلي چې له دې وروسته به د پوځ الوتکې او چورلکې یوازي د افغان ځواکونو په خدمت کې وي او د یوه غوره او مسلکي تصمیم له مخې غیري نظامي او غیري ضروري اشخاص نشي کولی له دې الوتکو څخه نور استفاده وکړي.
صالح په ګوته کړه چې اوس مهال يې لومړیتوب د طالبانو ماتول او د افغان ځواکونو څخه ټولشموله ملاتړ دی چې باید کار پرې وشي.
تر دې وړاندې هم د عامو خلکو له لوري د سیاسي او پخوانیو جنګسالارانو له لوري د پوځ د الوتکو او چورلکو کارونې یو شمېر غبرګونونه پارولي او ولس له دولته وغوښتل چې باید دې قضیې ته د پای ټکی کښېښودل شي.
دولت دا اقدام پر داسې مهال کوي چې افغان پوځیانو ته د هوايي ځواک د نه لاس رسي له کبله په ځینو مواردو کې د پوځ د سرتیرو ژوبل کسان هم قرباني شي خو تر درملنې ونه رسیږي.

 

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More