د عطامحمد نور د زوی عسکرۍ ته طالبانو غبرګون وښود

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې د بلخ د پخواني والي زوی د افغان حکومت د مذاکراتي ټيم غړی هم دی د خپل پلار سره یو ځای یې په بلخ ولايت کې وسله پورته کړې ده او د طالبانو په ضد يې په ځینو عملياتو کې برخه اخيستې ده.

دغه کار ته د طالبانو وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ هم غبرګون ښودلی دی، وردګ پخپله یوه تازه مرکه کې ويلي دي چې افغان حکومت د سولې د خبرو لپاره جدي پلان او نيت نلري، ان ددوی د مذاکراتي ټيم ځینې غړو وسلو ته لاس وروړی دی او د طالبانو په ضد په عملي جګړه کې برخه اخلي.

نعيم وردګ په دې مرکه کې همدارنګه ويلي دي چې افغان حکومت د سولې په خبرو کې جدي نه دی، موږ تيار يو چې په ټولو مسايلو خبرې وکړو خو افغان حکومت دې ته نه دی تيار، ددې خبرو د استدلال لپاره وردګ وويل چې د اختر نه وروسته سمدلاسه ددوی ټيم پوره او تيار و چې د افغان حکومت د هيئت سره خبرې پيل کړي خو په هماغه وخت کې هم په دوحه کې د افغان حکومت ډېر کم استازي موجود و.

د طالبانو د سياسي دفتر دې وياند زياته کړه چې وروسته د حکومت ډېری غړي امريکا د حکومت د مشرانو د سفر په مسله بوخت شول او د سولې خبرو ته یې شا کړه، دی د خپلو خبرو په دوام کې وايي چې پخوا دا قناعت موجود و چې يوازې د افغان حکومت مشران نه غواړي چې په واقعي ډول د سولې مذاکرات ترسره شي خو اوس ان د سولې لپاره د افغان حکومت د ټيم مشر هم د سولې په وړاندې ډېریدې نا هيلې کوونکې څرګندونې کوي.

طالبان په داسې حال کې په افغان حکومت باندې د خبرو د نه جديت تور پورې کوي چې پخپله د افغان حکومت لوړ پوړو چارواکو څه موده وړاندې وويل چې طالبان د سولې په خبرو کې جدي نه دي.

وروسته له هغه چې طالبانو وويل چې د استانبول په غونډه کې ګډون کوي خو په دې غونډه کې باید د کوم پرېکړې د ترسره کولو مجبوریت او مکلفیت نه وي وضع شوی، ان په مهمو مسايلو باید بحث ونشي او د غونډې ورځې هم بايد لنډې وي، عمومي قناعت په دې رامنځته شو چې په حقیقت کې دا طالبان دي چې د سولې په خبرو کې جدي نه دي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More