کابل کې د عثمان لالا په نوم واټ نومول کیږي

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت خبر ورکړی چې د پښتون شهید سیاستوال او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر عثمان کاکړ په نوم کابل ښار کې یو واټ نوموي.

عثمان کاکړ څو ورځې وړاندې لومړی په مرموزه توګه پر سر باندې ژوبل او بیا وروسته په کراچۍ ښار کې په شهادت ورسید چې پښتون قام پرې خوار شو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي مشر عثمان کاکړچې په یوه پېچلۍ مرموزه پیښه کې په شهادت ورسید د پښتون قام د یوالي او د پاکستاني ریاست له لوري پر دې قام تر سره کړل شویو ظلمونو په هکله تل خپل غږ پورته کړی او لا يې هم دوام ورکاوه چې بد بختانه دا پښتون مشر د پاکستان د مکارې ادارې ای ایس ای له لوري په بې رحمانه ډول په شهادت ورسید او هیڅ عوامل يې مالوم نه شول.

اوس تازه د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ویلي د دې مبارز ولسپال مشر په نوم به کابل کې کوم واټ نوموي، د دې وزارت سرپرست وزیر محمد طاهر زهیر وايي عثمان کاکړ خپل ټول ژوند د پښتنو او افغانانو د حقونو لاس ته راوړلو لپاره تیر کړ او پر  حقه مبارزه یې وکړه او خپل ژوند يې د کرښې دې غاړې او هغې غاړې افغانانو لپاره تیر کړ ځکه نو اوس پر موږ حق لري چې ارواح ته يې درناوی وکړو او یاد يې وساتو.

د دې پښتانه ملتپال مشر په شهادت ټول پښتون قام ټکان وخوړ او همداسې يې د نورو ملتپالو مشرانو د ژوند په هکله اندېښنه وښوده چې ژوند ته به یې ګواښونه پیښ شي.

تراوسه پوري د عثمان کاکړ د شهادت په هکله هیڅ مالومات نشته خو یو پلاوی پر دې کار کوي چې دا پیښه څنګه رامنځ ته شوې عثمان کاکړ په خپل ټول ژوند کې د پښتون قام د یوالي او د لوی افغانستان په ږغ لوړولو کې مهم رول درلود او د پاکستان په پارلمان کې به یې هم تل دا د مظلومیت ږغ اوچت کاوه، خو د پآکستان مکار دولت د مظلومیت دا ږغ هم د تل او تل لپاره خاموش کړ او پښتانه اوس تمه لري چې د دې ملت پر کاله او یاهم د پښتون ټبر بل زلمی به عثمان کاکړ شي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More