حکومت باید اوس اصلي کار ترسره کړي

خبريال وېبپاڼه: دوه مياشتې کېږي چې کابل پنځوس برېښنا هم نلري، په دې وروستيو دوه اونيو کې د کابل ښار اوسېدونکي بيا شل سلنه برېښنا هم نلري، سبب يوه په بله پسې د برېښنا د پايلو الوزول او له منځه وړل دي.

تازه تېره ورځ د پروان پوليسو خبر ورکړ چې دری کسه یې د برېښنا د پايو د الوزولو په تور نيولي دي، ددې کسانو په سر کې د مماتي سالنګ باندې مشهور ورانکاري ورور شتون لري.

مماتي سالنګ باندې مشهور ورانکاری چې ډېره موده وړاندې د افغان حکومت له لوري ونيول شو په ۱۶ کاله زندان باندې محکوم شو، ده څو ځله د برېښنا پایې له منځه وړې وې او کابل ښار یې په تياره کې ډوب کړی و، مماتي او ډلې يې د حکومت څخه د پايو د نه الوزولو لپاره يو لک ډالر غوښتي و.

تراوسه بيا داسې ګنګوسې هم شتون لري چې مماتي سالنګ لکه زندان څخه د نيولو لنډه موده وروسته خوشي شوی دی، زورواکي چې د افغان حکومت لويه برخه ورڅخه جوړه ده تل مجرمین او خپل کسان په ډېره اسانۍ له زندانونو څخه باسي.

که حکومت ريښتيا وايي؟

اوس که چېرې حکومت ريښتيا وايي چې دا کسان یې نیولي دي او د حکومت په لوړو کې شګه نه وي بايد ددې مسلې حقيقت معلوم او له خلکو سره شريک شي، ځکه د بې برقۍ څخه ترټولو زيات ځور خلک ويني، اشرف غني، عبدالله او صالح پخپلو ماڼيو کې ۲۴ ساعته برېښنا لري.

په دوه میاشتو کې د ۲۶ پايو له منځه وړل د دوه‌ دریو کسانو کار ندی، او نه هم دوی په یوازې ځان ددې ډول کارونو په دې کچه باندې جرت لري او نه یې په وس پوره دي، اوس بايد حکومت له نیول شویو کسانو دقیق مالومات واخلي څوک یې چې تر شا ولاړ دي ټول باید لومړي افشا کړي، خبيث مخونه يې خلکو ته ور وښيي او بيا یې د قانون منګولو ته وسپاري.

او که چېرې حکومت دا مسله هم لکه د نورو مسلو تېره او هېره کړي نو بيا خو همغه پخوانۍ قصه ده، چې حکومت د همدې کسانو شريک ده، د زورمندانو په لاس کې دی، نو چې حکومت نه پايله ساتلی شي، د پايې مجرم نشي مجازات کولی، والي نشي لرې کولی، ډيورنډ نشي ساتلی، طالب نشي ماتولی، د اختطاف او تلیفون د غلاوو مخه نشي نیولای نو بيا دڅه شي حکومت شو؟

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More