صالح: طالبانو ماتوو/ الوتکې به یوازي د پوځ خدمت کې وي

خبریال ویب پاڼه/ د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي طالبانو ته ماتې ورکوو، او همدا يې لومړيتوب دی ځکه نو لومړی اقدام یې دا دی چې له دې وروسته به د پوځ الوتکې یوازي د پوځیانو خدمت کې وي.

ښاغلي امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه باندې لیکلي چې له دې وروسته به د پوځ الوتکې او چورلکې یوازي د افغان ځواکونو په خدمت کې وي او د یوه غوره او مسلکي تصمیم له مخې غیري نظامي او غیري ضروري اشخاص نشي کولی له دې الوتکو څخه نور استفاده وکړي.

صالح په ګوته کړه چې اوس مهال يې لومړیتوب د طالبانو ماتول او د افغان ځواکونو څخه ټولشموله ملاتړ دی چې باید کار پرې وشي.

د دولت تر ټولو معقول اقدام

تر دې وړاندې هم د  عامو خلکو له لوري د سیاسي او پخوانیو جنګسالارانو له لوري د پوځ د الوتکو او  چورلکو کارونې یو شمېر غبرګونونه پارولي او ولس له دولته وغوښتل چې باید دې قضیې ته د پای ټکی کښېښودل شي.

دولت دا اقدام پر داسې مهال کوي چې افغان پوځیانو ته د هوايي ځواک د نه لاس رسي له کبله په ځینو مواردو کې د پوځ د سرتیرو ژوبل کسان هم قرباني شي خو تر درملنې ونه رسیږي.

تراوسه پوري لاهم مالومه نه ده چې په دې  اقدام سره به د افغان سرتیرو ستونزو ته څومره رسیدګي وشي او څومره به ورته لاس رسی پیدا شی ولې یو بل مهم اقدام دادی چې د هوايي ځواک په تجهیز کې باید کوښښ وشي ترڅو په راتلوونکې کې د لویو ګواښونو مخه پرې ونیول شي.

وروستي مرسته

امریکا د افغان ولسمشر له سفر سره هممهاله د افغانستان هوايي ځواک سره د ۴۰ الوتکو او بلک هاک چورلکو مرسته اعلان کړه چې په راتلوونکې کې به افغانستان ته ورکول شي، شنونکي وايي د دې مرستې  په ورکړه سره د افغان هوايي ځواک ظرفیت نور هم لوړ شي او وبه کولای شي د ګواښونو په وړاندې ځواب ویوونکې و اوسي.

افغان پوځ اوس تر یوې کچې د پخوا په پرتله مجهز شوی او کله کله په جګړه ییزو حالاتو کې له ځمکنیو قواوو، سره مرسته کوي او په ځینو حالاتو کې ښه هم تمامیږي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More