د ولسواليو د چټک سقوط مهم لاملونه

خبريال وېبپاڼه: که څه هم په دې ورستیو کې افغان حکومت د طالبانو څخه د نيول شويو ولسواليو پاکول پيل کړي دي چې خو په لومړيو کې او ان اوس د هېواد په ځينو برخو کې ولسوالۍ ډېرې په چټکۍ سره سقوط کېږي.

د ولسواليو دې حال ته کتل ددې ايجاب کوي چې چارواکي فکر وکړي چې ولې ولسوالۍ په دې سرعت سره سقوط کېږي، په ټوله کې ګڼ عوامل په ګوته کېدی شي چې ځينې يې له نورو مهم دي.

د هېواد په ډېری سيمو کې حالت داسې دی چې صرف د ولسواليو يا نورو دولتي ادارو تعمير د حکومت تر کنټرول لاندې دی، دا چې د حکومت کلي له لاسه ورکړي دي نو په مجموعي ډول د ټولو کليو طالبانو راټولیږي او په ولسوالۍ هجوم وروړي، په ولسوالۍ کې موجود عسکر د وضعيت څخه خبر وي، دوی د یوه کوچني تشکيل او جوړښت سره په ولسوالۍ کې پاتې وي او په سلګونو او زرګونو طالبان ترې راټول وي، په داسې يو حالت کې ډېری وخت ځينې ولسوالۍ بدون له کوم مقاومت څخه سقوط کوي.

د حکومتي کمک څخه د مرستې د تمې غوڅېدل، د هېواد په ټولو کې نه خو په مطلق اکثریت برخو کې حکومت پخپل وخت د عسکرو د يوې پوستې يا ولسوالۍ د نجات لپاره مرستندويه قوه‌نه استوي، بلکې وروسته له دې چې هغه سيمه د طالبانو لاس ته ولویږي بيا په لوی قيمت بېرته نيسي، حال دا چې دوی کولی شوی په ډېر کم تقویتي او عاجلې مرستې سره هغه سیمه او‌يا ولسوالۍ له سقوط څخه وژغوري.

له پوځ څخه د مسلکي کسانو لرې کول دي، له بده مرغه چې حکومت په‌ دې مسله کې توازون له لاسه ورکړ، ځوانانو د‌ زياتې ونډې ورکولو تر نامه لاندې بې تجربې او ډېری د افغانستان سره نا اشنا کسان چې ځینو یې حتی نظامي مسلکي زده کړې نه درلودې د نظامي سکتور لوړو پوستونو ته راوړل شول او با تجربه کسان چې د حالاتو او سیمې څخه يې ښه پېژندنه درلوده په کور کینول شول.

د حکومت له لوري په تبلیغاتي جګړه کې ټګي، په جګړه کې د روان حالت او ښه مورال ډېر زيات ارزښت لري، له بده مرغه د حکومت مخالفين په دې جګړه کې‌ په کمو‌ امکاناتو زیات فعال دي او پخپل فعاليت د حکومتي پوځونو مورال کموي، مګر‌ حکومت بيا په دې جګړه کې په ډېرو ناسمو تګلارو بسنه کړې ده.

تېره ورځ د طالبانو يوه کوچني ګروپ د مزارشريف په دروازه کې انځورونه واخيستل څو دقيقې وروسته امنیتي ځواکونه هلته ورسېدل او طالبان وتښتېدل، طالبانو دا کار پلان کړی و، د انځورونو په اخیستلو سره يې لومړی په ټولنيزو رسنيو کې کمپاين پيل کړ چې دوی د مزارشريف تر دروازو ورسېدل، دوی مزارشريف ښار ته د ننوتلو او هلته د جګړې وړتيا نلري خو په رواني ډول یې دا ذهنيت خپور کړ چې دوی د مزارشريف ښار څنډو او دروازو ته رسېدلي دي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More