د پاکستان په وړاندې د دولت جدي غبرګونونو څنګه ارزوئ؟

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان د خپل بام واوره پر بل اچوي دا چې دوی د خپلو ګټو لپاره ټي ټي پي رامنځ ته او اوس ورته بلا شوې وايي چې د دې ډلې تجهیز او تمویل افغانستان کې ترسره کیږي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته په ځواب کې ورکړی او ویلي يې دي چې  د افغانستان د ملي امنیت د پالیسۍ سره سم ټولو ترهه ګرو ډلو ته په یوه نظر کتلی کیږي هغه که ټي ټي پي او یاهم نورې ډلې وي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په خپلو تازه څرګندونو کې چې د طالبانو په هکله یې کړې ویلي چې د طالبانو کورونه پآکستان کې دي او همدارنګه چې کله افغانستان کې ووژل شي نو جنازې يې هم د لته ترسره کیږي چې طالبانو په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا ادعا وي رد کړې او بې بنسټه یې بللې دي.

په ورته وخت کې دافغانستان د ملي امینت سلاکار حمد الله محب په یوه ټویټ کې  د شیخ رشید د خبرو هرکلی کړی او هغه ته یې د یوه زړور پاکستاني لقب ورکړی حمدالله محب د خپلو خبرو په دوام ویلی دا چې شیخ رشید طالبان افشا کړل ډیر ښه کار وشو، لاهم  اړتیا ده چې د رشید غوندي څو نورو زړور پاکستانیان پیدا شي او د طالبانو افشا وکړي.

که څه هم د پاکستان او محب ډير بد سره کیږي خو دا لومړی ځل دی چې  محب د یوه پاکستاني لوړ پوړي چارواکي څخه ښه وايي تر دې وړاندې د شامحمود او حمدالله محب ترمنځ ګذارونه تبادله شوي او دې هېواد له ښاغلي محب سره ان رسمي چارې هم درولې.

د پخوا په پرتله اوس مهال د پاکستان په وړاندې تبلیغاتي او د دولت رسنیزه هسته په لویه کچه قوي شوې او نژدې د هرې غیري منطقي خبرې ځواب ورکول شوی، که چیري د افغان دولت دا دریځ رښتینی وي باید دوام ورکول شي او که چیري د ملت په وړاندې د یوې عالي او تمثل کوونکي په توګه وي نو بیا غوره ده چې ترې تیر شي ځکه په راتلوونکې  کې یې ملت پایلې غواړي چې بیا به نه وي

ارزونه

دا هرڅه چې رامنځ ته شوې که چیري رښتینې چمبه ولري نو پاکستان به لږ حیا وکړي او پر سم مسیر به روان شي خو که چیري یو نمایش او همدارنګه یو تمثیل باید مخه يې ونیول شي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More